د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، نجیب دانش، د داخلی وزارت ویاند دفتر سرپرست ویلی چی تراوسه د درو تروریستانو وژل کیدوخبر رسیدلی دی.
نن سهار د کابل هوایی ډګر ته نږدی د څو موشکونو توغیدو سره همزمان، ځینی مسلح کسان ځان په یو مسکونی منزل کی ځای پرځای کړل او د هغه ځایه ډزو باندی شروع وکړل.
دانش ویلی چی نږدی شل موشکونه د کابل بین المللی هوایی ډګر سره نښته کړی دی. د دوو موشکونو له امله چی دوه مسکونی کورونو باندی نښتی دی، ۱۱ تنه غیری نظامیان ټپیان او یو ښځه شهیده سوی ده.
دا برید د جمیز متیس د امریکا دفاع وزیر او ینس استولتنبرګ، د ناتو دبیر کل سفر سره همزمانه چی کابل ته راتله صورت ونیوه.
د موشکونو لګیدو سره، د یو کورنۍ ۵ غړۍ ټپیان سوی دی چی د یو ښځی وضعیت ډیر خراب ګزارش سوی دی.
دا په داسی حال کی دی چی طالبان ددی برید مسئولیت په غاړه اخیستی دی.
له بل لوری ځینی رسنۍ ګزارش ورکړی دی چی د داعش تروریستی ډله ددی برید مسئولیت په غاړه اخیستی دی.