په المان کې دوه افغان پناه غوښتونکي پر یوې څوارلس کلنې نجلی د جنسي تېري په تور نیول شوي.
د الماني رسنیو د راپور پر بنسټ، دغه دوه تنه پناه غوښتونکي چې عمرنه یې ۲۷ او ۱۷ کلونه دي، د المان په باوریان ایالت کې پر یوه نجلی د جنسي تېري په تور نیول شوي دي.
راپورونه زیاتوي، چې دغه دوه کسان د یو بل افغان پناه غوښتونکی په حضور کې د کډوالو یوه مرکز ته څېرمه پر یوه نجلی جنیسې تېري کړي و خو درېیمه کس ونتوانید چې پر نجلی جنسي تېري وکړي او ټول کسان له سیمې څخه وتښتیدل.
د پولیس چارواکو په وینا، تورن کسان له پیښې نه څو ساعته وروسته د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ونیول شول.
چارواکي زیاتوي چې پیښه د تیرې جمعې په شپه رامنځته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تیره اونی اته تنه افغان پناه غوښتونکي د المان حکومت له خوا کابل ته ډيپورټ شول.
د المان د باوریا ایالت د کورنیو چارو وزیر یواخیم هیرمن وایي، دغه کسان وروسته له هغه له المان څخه ډيپورټ شوي کله چې دوی د مختلفو جرمونو په تور مجرم وپيژندل شول.
نوموړې زیاته کړه، چې د ډيپورټ شویو په منځ کې دوه تنه کسان هم شامل دي چې د جنسي تېري په پیښو کې مجرم بیژندل شوي.