کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په المان کې دوه افغانان پر یوې ۱۶ کلنې نجلی د جنسي تېري په تور نیول شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 سنبله 1396 ساعت 13:17


په المان کې دوه افغان پناه غوښتونکي پر یوې څوارلس کلنې نجلی د جنسي تېري په تور نیول شوي.

د الماني رسنیو د راپور پر بنسټ، دغه دوه تنه پناه غوښتونکي چې عمرنه یې ۲۷ او ۱۷ کلونه دي، د المان په باوریان ایالت کې پر یوه نجلی د جنسي تېري په تور نیول شوي دي.

راپورونه زیاتوي، چې دغه دوه کسان د یو بل افغان پناه غوښتونکی په حضور کې د کډوالو یوه مرکز ته څېرمه پر یوه نجلی جنیسې تېري کړي و خو درېیمه کس ونتوانید چې پر نجلی جنسي تېري وکړي او ټول کسان له سیمې څخه وتښتیدل.

د پولیس چارواکو په وینا، تورن کسان له پیښې نه څو ساعته وروسته د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ونیول شول.

چارواکي زیاتوي چې پیښه د تیرې جمعې په شپه رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تیره اونی اته تنه افغان پناه غوښتونکي د المان حکومت له خوا کابل ته ډيپورټ شول.

د المان د باوریا ایالت د کورنیو چارو وزیر یواخیم هیرمن وایي، دغه کسان وروسته له هغه له المان څخه ډيپورټ شوي کله چې دوی د مختلفو جرمونو په تور مجرم وپيژندل شول.

نوموړې زیاته کړه، چې د ډيپورټ شویو په منځ کې دوه تنه کسان هم شامل دي چې د جنسي تېري په پیښو کې مجرم بیژندل شوي.


د مطلب کود: 150091

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/150091/په-المان-کې-دوه-افغانان-پر-یوې-۱۶-کلنې-نجلی-د-جنسي-تېري-تور-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com