دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۳۸
د مطلب کود : 149745
په افغانستان کې د امریکا د ناکامي په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ادعاوې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وایي امریکایي ځواکونه په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په برخه کې ناکامه شوي دي او په افغانستان کې جګړې حل یواځیني لاره سیاسي مذاکرات دي.

نوموړې دغه څرګندونې تیره ورځ د ایران په پلازمینې تهران ښار کې د ایرن د بهرنیو چارو وزیر جاویر ظریف سره د کتنې پر مهال وکړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې دواړو غاړو د مختلفو موضاتو په اړه خبرې وکړې چې په کې د سیمې حالات او د افغانستان سولې بهیر هم شامل وه.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني چارواکي له دې وړاندې ویلي وو، چې د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتیژي تر اعلان وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هڅه کوي ترڅو د امریکا ستراتیژي پر وړاندې سیمه ییز اجماع او ملاتړ ترلاسه کړي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پاکستان کې د ترهګرو ډلو د امن ځایونو په اړه پر اسلام سخت نیوکه وکړه.

ولسمشر ټرمپ تیره میاشت وویل چې پاکستان اکثراً ترهګرو ډلو ته پټځایونه ورکوي او خبرداری ورکړ چې امریکا نور د پاکستان لخوا توندلارو ته د پټنځیو ورکړې پر وړاندې زغم نه لري.

نوموړې خبرداری ورکړ چې امریکا به نور داسې پاکستان ونه زغمي چې ترهګرو ته خوندي پټنځی وي سره له دې چې واشنګټن له پاکستان سره ډېره مالي او پوځي مرسته کړي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfj1dytw6djea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته