دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۱۶
د مطلب کود : 149354
ولسوال: د کابل قرباغ کې پر واده هوايي حملې ۲ ملکیان وژلي

د کابل د قرباغ ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي وايي د واده په یوه محفل باندې په یوه هوايي حمله کې دوه ملکیان وژل شوي دي.

د قرباغ ولسوال عبدالسمیع شریفي نن ته وویل دا پېښه د قرباغ په جارچي سیمه کې هغه وخت شوې چې د واده خلکو د خوښۍ په پار ډزې وکړې.

د قرباغ ولسوال ښاغلی شریفي ادعا کوي چې بهرنیو ځواکونو هم په دې شک چې وسله وال مخالفین ډزې کوي د واده خلک هدف وګرځول.

د شریفي په خبره په دې حمله کې درې کسان نور ژوبل هم دي.

دی وايي پولیسو په دې اړه پلټنې پيل کړي دي.

په افغانستان کې دیره بهرنیو ځواکونو تر دې دمه د دې هوايي حملې په اړه څه نه دي ویلي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbs9b8arhbafp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته