دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۲۷
د مطلب کود : 148921
دوشنبه کې د افغان، پاکستان، چین او تاجک پوځي چارواکو غونډه جوړه شوه

د افغانستان د پوځ لوی درستیز د ګاونډيو هېوادونو له لوی درستیزانو سره په دې خبرې کړي چې څه ډول په سرحدونو کې د تروریستانو د تګ راتګ مخه ونیول شي او څنګه له ترهګرۍ سره مبارزه په ښه توګه مخته ولاړه شي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل چې د افغان پوځ لوی درستیز جنرال شریف یفتلي د یکشنبې په ورځ له خپلو سیالانو سره د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه ښار کې کتلي دي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي: "د افغانستان، پاکستان، چین او تاجکستان څلور اړخېزه غونډه ده چې د تاجکستان په کوربه توب روانه ده. اکثره په سرحدي مسایلو باندې خبرې کوي چې د سرحدونو دواړو خواو ته په خپلو سیمو کې د ترورېزم پر ضد مبارزه وکړي. هغه تروریستي ډلې چې له یو هېواد بل هېواد ته اوړي مخه یې ونیسي."

د افغانستان د پوځ لوی درستیز جنرال شریف یفتلي له ترورېزم سره د مبارزې د ګډې څلور اړخېزې کمېټې په غونډه کې له خپل پاکستاني سیال جنرال قمر جاوید باجوه، چینايي سیال جنرال لي زوچینګ او تاجکستاني سیال جنرال صابرزاده امام علي عبدالرحیم سره خبرې کړي دي.

دوی به نن دوشنبه د یادې ناستې په وروستۍ ورځ هم یو لړ خبرې کوي.

د ګاونډيو هېوادونو په سرحدونو کې د تروریستانو د تګ راتګ د مخنیوي په اړه دا ګاونډي هېوادونه په داسې حال کې سره خبرې کوي چې افغانستان تر بل هر هېواد له دې مسئلې ځوریږي.

افغان چارواکو په وار-وار ویلي سربېره پر دې چې د افغان طالب مشرانو مرکزونه او جنګیالي په پاکستان کې دي او له هغه ځایه تمویلېږي داعش جنګیالي هم د پاکستان له لوري افغانستان ته راستول کېږي.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري یو وار بیا ټینګار کوي چې پاکستان باید په هغه هېواد کې د تروریستي ډلو پټن‎ځایونه له منځه یوسي.

وزیري زیاته کړه: "ټول وخت موږ ویلي چې د تروریستانو ځالې په پاکستان کې دي. تروریستان هم په پاکستان کې دي. هغوی مرستې هم ورسره کوي. هیله ده چې پاکستان بلاخره په دې پوه شي تروریستانو ته په خپل هېواد کې ځای ورنه کړي. د داعش څلور مشران په افغانستان کې په ننګرهار او کونړ کې ووژل شول. موږ غواړو [له پاکستان] چې د تروریستانو مشران یا د طالبانو مشران یا د ښوونې او روزنې مرکزونو ته دوی هم په پاکستان کې اجازه ورنه‎کړي."

که څه هم افغان حکومت او نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول د امریکا ولسمشر په پاکستان کې د پټن‎ځایونو د موجودیت په اړه تُند انتقادونه کړي، خو د پاکستان د پوځ لوی درستیز د تروریستانو د پټن‎ځایونو د له‎منځه وړلو په برخه کې د خپلو پوځیانو لاسته راوړنو ته اشاره کړې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا د سټراټيژۍ د اعلان پر وخت په پاکستان سخت انتقاد وکړ چې د امریکا میلیاردونه ډالره یې اخیستي خو له ترهګرۍ سره یې مبارزه نه‎ده کړې.

ښاغلي ټرمپ وویل، امریکا او ملګري به یې په سرحدونو کې د تروریستانو د تګ راتګ مخه نیسي او هغوی چې هر چېرته پټېږي له منځه به یې وړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcauan6649nyo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته