دخپریدو نیټه :شنبه ۴ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۴۳
د مطلب کود : 148798
عطا محمد نور یوځل بیا پر امنیتي بنسټونو او چارواکو سخته نیوکه وکړه

د بلخ والي او جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس عطا محمد نور یوځل بیا پر امنیتي بنسټونو او چارواکو سخته نیوکه وکړه.

ښاغلي نور په پلازمینې کابل کې د جمعې په ورځ پر امام زمان جومات د برید په غبرګون کې یو وار بیا پر خپل پخواني دریځ ټینګار وکړ او وویل چې په هېواد کې د نا امنیو یوه مهم لامل د امنیتي مدیرانو ضعف دی او د جمعې ورځې برید دغه موضوع یو وار بیا ثابته کړه.

نموړې زیاته کړه، چې په امنیتي بنسټونو کې د یوې مناسب پروګرام نشتوالي د دې لامل شوی چې د هېواد خلک په مکرره توګه له یوه مشخصې نقطې څخه زیان ووینې.

دا په داسې حال کې ده چې کابو درې میاشتې مخکې په پلازمینې کابل کې د سالم ایزدیار پر جنازې د خونړی برید په غبرګون کې د جمعیت اسلامي غړو پر حکومت غږ وکړ چې د ملي امنیت سلاکار په ګډون ټول هغه امنیتي مسئولین دې له دندې ګوښه شي دامنیت په تامینولو کې پاتې راغلي دي.

په پلازمینې کابل کې پر امام زمان جومات برید تیره ورځ له غړمې وروسته هغه مهال رامنځته شوه کله چې د اسلامي دولت نومې ډلې اړوند وسله والو پر لمونځ کوونکو بریدونه پیل کړل او امنیتي سرچینې وایي د برید په ترڅ کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۳۰ تنو ته لوړ شوی.

سرچینې زیاتوي، چې د برید په ترڅ کې تر ۸۰ زیات کسان ټپیان هم شوي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چاواکي وایي، د برید په ترڅ کې ۲۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۳۵ زیات کسان ټپیان دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcco4qs42bq0m8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته