دخپریدو نیټه :جمعه ۲۰ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۷
د مطلب کود : 148031
فراه کې د ځانمرګي واسکټونو چاودنې ۳۰ طالبان وسله وال وژلي

په لویدیځ فراه ولایت کې سیمه ییز حکومتي چارواکي وایي، لږ تر لږه ۳۰ تنه وسله وال طالبان د یوې چاودنې په ترڅ کې وژل شوي دي.

د فراه ولایت والي ویاند ناصر مهري وایي، پیښه په بالا بلوک ولسوالی کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې د ځانمرګي بریدګرو دوه واسکټ د وسله والو طالبانو په منځ کې وچاودید.

نوموړې زیاته کړه، چې په وژل شویو کې یو شمېر لوړپوړي طالب قوماندانان هم شامل دي او پیښه ظاهراً هغه مهال رامنځته شوه کله چې وسله وال طالبان په غوښتل د امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید پلان جوړه کړي.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

فراه د افغانستان په لویدیځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.

د فراه په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.

په یاد ولایت کې د وسله والو په منځ کې چاودنه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې وسله والو طالبانو په وروستیو کې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې خپل بریدونو ته زور ورکړي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc14qss2bq0x8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته