په سرپل ولایت کې د وسله والو خونړی برید وروسته د بلخ والي او جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس عطا محمد نور یو ځل بیا د حکومت پر امنیتي بنسټونو سخت نیوکه وکړه.
د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، ښاغلي نور په یوه بیان کې لیکلي، چې د صیاد ولسوالی اړوند په مرزا اولنګ کلي کې داعش وسله والو تر ۵۰ زیات ملکي وګړي په ډلییزه توګه وژلي دي.
نوموړې د ملکي وګړو عام وژنه اصلي لامل د امنیتي بنسټونو کمزورتیا او د مسلکي امنیتي مسئولینو نشتوالی بولې.
د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس له دې وړاندې ویلي وو، چې په هرات ښار کې پر جواریه جومات او سرپل ولایت کې د ملکي وګړو وژلو په اړه استخباراتي معلومات وجود درلود.
نومړې دغه څرګندونې نن د وزیرانو شورا د غونډې په ترڅ کې وکړه او ظاهراً د امنیتي بنسټونو د بې پروایي په لور اشاره کوله.
دا په داسې حال کې ده چې د سرپل والي محمد ظاهر وحدت تیره ورځ وویل، چې د صیاد ولسوالۍ په میرزا اولنګ سیمه کې وسله والو طالبانو د ماشومانو او ښځو په ګډون د دې سیمې د ۳۰ او ۴۰ تر منځ اوسېدونکي یو ځای په ډزو وژلي دي.