د افغاستان د جمهوري ریاست چارو ادارې وایي، ولسمشر محمد اشرف غني د دوه وزارتونو لپاره نوي نوماند وزیران ټاکلي دي.
د چارو ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، ولمسشر غني محمد حمید طهماسي د ټرانسپورټ وزارت د نوماند په کړ.
په همدې حال کې محمد شفیق ګل آغا شیرزي د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت لپاره د نوماند وزیر په توګه ټاکل شوی دی.
د ولسمشر له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې فضل الله مجددي د تخار ولایت د نوې والي په توګه په دنده ګومارل شوی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې همایون محتاط د نفوذو د ثبت او احوال ریاست د رئیس په توګه او محمد ویس پایاب د برښنایي تذکرو د وېش په چارو کې د تخنیکي معین په توګه ټاکل شوی دی.
جمهوري ریاست وایي، چې په پام کې ده چې نوي ټاکل شوي نوماند وزیران ډېر ژر په رسمي ډول د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي.