د هلمند چارواکي ویلی دی، په دی ولایت کې د وسله والو په یوه کمین کې څلور تنه وژل شوی او دوه تنه ټپیان شوی دی.
د افغان غږ (افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، یاد پېښه د شنبه په ورځ له غرمې وروسته د هلمند مرکز لښکرګاه اړوند د بولان او بشران په سیمه کې رامنځ ټه شوې ده.
هغوی ویلی دی، په یاد بريد کې د امنيه قوماندانۍ د استخباراتو يو افسر شيرعلي خاکسار په ګډون ۴ تنه په مرموز ډول وژل شوي او ۲ ټپيان دي خو تر اوسه وسله والو مخالفنو په دی اړه څه نه دی ویلی.