په پلازمینې کابل کې په تیره کابو یوه میاشت کې لږ تر لږه ۳۲۳ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي.
د کابل امنیه قومانداني د جنایي جرمونو سره د مبارزې ریاست چارواکي وایي، دغه کسان د ۱۹۶ بېلابېلو پیښو په تور نیول شوي دي.
د کابل امنیه قوماندان سرپرست محمد سالم احساس او د جنایي جرمونو سره د مبارزې ریاست رئیس محمد سالم الماس د نوې لاسته راوړنو په اړه د یوه خبرې ناستې په ترڅ کې خبر ورکړ.
چارواکي زیاتوي، چې لږ تر لږه ۱۵ کسان چې د غلا په بېلا بېلو پیښو کې لاس درلود د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
د چارواکو په وینا، شپږ کسان چې د یو شمېر ملکیانو د قتل او ټپې کولو کې لاس درلود هم د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي.
نیول شویو کسانو کې دوه تنه چې غوښتل یې د کابل ښار په څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د عامې خدماتو پر دوه کارکوونکي د وسله په وسیله تجاوز کړي، له وسلو سره یوځای نیول شوي دي.
د جنایي جرمونو سره د مبارزې ریاست چارواکي وایي، لږ تر لږه ۲۵۰ نور کسان د کوڅه ډبو په ګډون د نورو جرمونو په تور نیول شوي دي.