کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې ۳۲۳ کسان د بېلا بېلو جرمونو په تور نیول شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 31 سرطان 1396 ساعت 8:23


په پلازمینې کابل کې په تیره کابو یوه میاشت کې لږ تر لږه ۳۲۳ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي.

د کابل امنیه قومانداني د جنایي جرمونو سره د مبارزې ریاست چارواکي وایي، دغه کسان د ۱۹۶ بېلابېلو پیښو په تور نیول شوي دي.

د کابل امنیه قوماندان سرپرست محمد سالم احساس او د جنایي جرمونو سره د مبارزې ریاست رئیس محمد سالم الماس د نوې لاسته راوړنو په اړه د یوه خبرې ناستې په ترڅ کې خبر ورکړ.

چارواکي زیاتوي، چې لږ تر لږه ۱۵ کسان چې د غلا په بېلا بېلو پیښو کې لاس درلود د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

د چارواکو په وینا، شپږ کسان چې د یو شمېر ملکیانو د قتل او ټپې کولو کې لاس درلود هم د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي.

نیول شویو کسانو کې دوه تنه چې غوښتل یې د کابل ښار په څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د عامې خدماتو پر دوه کارکوونکي د وسله په وسیله تجاوز کړي، له وسلو سره یوځای نیول شوي دي.

د جنایي جرمونو سره د مبارزې ریاست چارواکي وایي، لږ تر لږه ۲۵۰ نور کسان د کوڅه ډبو په ګډون د نورو جرمونو په تور نیول شوي دي.


د مطلب کود: 146773

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/146773/کابل-کې-۳۲۳-کسان-د-بېلا-بېلو-جرمونو-په-تور-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com