د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) د خبر له مخی، محفوظ الله اکبری، د شمال ختیځ پولیس زون ویاند وایی دا کسان تیره ورځ د قندوز ښار مرکز څخه نیول سوی دی.
د هغه په وینا دا کسان پر یو فلانکوچ ډوله وسیله باندی غوښتله د طالبانو سره د قندوز او خان آباد لویه لاره کی یوځای سی خو د قندوز د پولیسو له خوا ونیول سو.
ښاغلی اکبری زیاته کړه چی دا کسان ددی سیمی هیڅ محلی ژبی سره اشنایی نه لری او خپل ځان تریشل کاران معرفی کړی وو چی د لومړنۍ څیړنو وروسته روشانه سو چی د پکتیکا ولایت د کوچی اقوامو څخه وو او د جنګ خطوطو د پیاوړۍ کولو لپاره د امام صاحب ولسوالی څخه د قندوز مرکز ته اعزام سوی وو.