دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۳۲
د مطلب کود : 142063
حزب اسلامي د اعتراض په توګه د ۵۵ بندیانو له تسلیمېدو ډډه وکړه

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند د هغو پنځه پنځوس تنو بندیانو له تسلیمېدو ډډه وکړه چې ټاکل شوې وه پرون(دوشنبه) خوشې شي. د دغه ګوند یوه ویاند یې لامل د دیارلس تنو نورو بندیانو نه خوشې کول وبلل.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، ټاکل شوې وه له حکومت سره د سوله ییز تړون له مخې د دغه ګوند ۶۹ بندیان نن د بګرام او څرخي پله له زندانو څخه خوشې شي، خو دا کار د بشري حقونو کمیسیون تر اعتراض وروسته وځنډېد. کمیسیون په ځانګړي ډول د ۱۳ تنو د ساتلو غوښتنه کوله، چې اسلامي ګوند یې په غبرګون کې د نورو بندیانو له پرېښودلو هم تېر شو.

په افغانستان کې له تېرې یوې نیمې لسیزې راهیسې د سیاسي بندیانو برخلیک د ډېرو خلکو پام وراړولی دی. ډېر لږ لیدل شوي چې حکومت د هغوی د بند مودې په اړه روښانه دریځ غوره کړی وي.

په افغانستان کې د بندیانو کره شمېره لا هم نه ده معلومه. خبري رسنیو ته هم په ډې اړه معلومات نه ورکول کېږي چې آیا د بندیانو د چارو مسؤلیت د کورنیو چارو وزارت پر غاړه دی که یا هم د عدلیې وزارت.

خو ویل کېږي چې حزب اسلامي پورې اړوند شپږ زره تنه بندیان دي او دغه ګوند یې په دریو پړاونو کې د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

دغه ګوند غواړي پنځه سوه تنه یې په لومړي پړاو کې خوشې شي. خو دا چې په دغه بهیر کې ولې ځنډ رامنځ ته شو او لومړۍ ډله بندیان ولې خوشې نه شول د اسلامي ګوند د رسنیو دفتر سرپرست ډاکتر محمد نادر افغان وايي:" په خواشینۍ سره حکومت دیارلس تنه له دې لسته ایستلي دي او غواړي ۵۵ تنه بندیان خوشې کړي."

د ښاغلي افغان په وینا، د دوی دا چاره له موافقه لیک سره مخالفت دی. دی وايي: "همدا لامل دی چې حزب اسلامي غواړي دا بندیان ترلاسه نه کړي. په دې اړه به د حزب اسلامي مشرتابه سلا مشورې کوي. په دې چاره کې د بشري حقونو د کمیسیون مشرې سیما ثمر لاس هم وو".

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb05b8frhbagp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته