د اسلامي ګوند مشر، ګلبدین حکمتیار په لغمان ولایت کې د خپلو وینا پر ترڅ کې له وسله والو غوښتنه وکړه چې د سولې له بهیر سره یوځای شي
د حزب اسلامي مشر، ګلبدین حکمتیار نن( شنبې د غويی۹مه) له کابو ۲۰ کلونو وروسته په لغمان ولایت کې د خلکو ترمنځ وینان وکړه او له ټولو وسلهوالو ډلو یې غوښتنه وکړه چې جګړه دې پایته ورسوي او د سولې له بهیر سره دې یوځای شي.
حکمتیار تېر کال د ملي یووالي حکومت سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه، یو ځل بیا د سولې پر اړتیا ټينګار وکړ او زیاته یې کړه چې ټول افغانان له اوسني امنیتي حالت څخه ستړي شوې دي.
نوموړي په جګړه کې د ښکېلیو غاړو او نورو مشرانو غوښتنه وکړه تر څو د هېوواد اوسني کړکېچ لپاره د حل لار ومومي.
ښاغلي حکمتیار په دې وروستیو کې، بلخ کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو د لمانځه پر مهال برید وغنده او زیاته یې کړه:«راځئ د خدای لپاره جګړه او ورانکاري د خدای لپاره پایته ورسوو.»
هغه څرګنده کړه:«موږ نشو کولی داسې جګړه وزغمو چې مسلمانان په جومات کې د لمانځه پرمهال وژل کېږي.»
ده وړاندې وویل:«کله چې جهاد ته اړتیا وه، جهاد مو وکړ او اوس چې سولې ته اړتیا ده موږ سوله وکړه.»
حکمتیار همداراز د طالبانو جګړې په اړه وویل:«د حکومت پر وړاندې د طالبانو جګړه نامشروع او بې مانا ده.»
ده زیاته کړه چې تېرې ترخې تجربې باید بیا تکرار نکړو.
حکمتیار همداراز پر رسنیو د موسیقي پروګرامونو او سریالونو خپرولو له امله نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې باید د جګړې خبرونه لږ خپاره شي.
نوموړي له ګاونډیو هېوادونو غوښتنه وکړه تر څو د افغانستان په مسایلو کې له لاسوهنې ډډه وکړي او پرېږدي چې افغانان په خپله خپلې ستونزې هوارې کړي.
په همدې حال کې حکمتیار هېواد کې د امینت تامین او د افغان ځواکونو قربانیو له امله له دوی څخه مننه وکړه.