دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۰
د مطلب کود : 140970
داعش د له منځه وړلو لپاره زمونږ د پلان یوه برخه ده
په افغانستان کې د ناتو د غوڅ ملاتړ قومندان وايي، چې په دوه زره اووه لسم کال کې د جي بي یو یا د مور بمونو کارول د داعش د له منځه وړلو زمونږ د پلان یوه برخه ده.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې د امریکا تر ټولو ستر غیراتومي بم، چې نهه متره اوږودوالی او یوولس ټنه وزن لري د لومړي ځل لپاره د داعش ير مرکزونو غورزول شوی دی.
دا عملیات په مارچ کې پیل شوي او بریالي روان دي. مونږ په ننګرهار کې څلور سوه متره مربع سیمه له داعش څخه پاکه کړې ده. کارول شوی مو بم داسې طرحه شوی، چې د ځمکې لاندې سمڅې او تونلونه نړوي.
جنرال نیکولسون وایي، امریکا له داعش سره جګړې ته بشپړه ژمنه ده. مونږ به داعش ته هیڅکله اجازه ورنکړو، چې په افغانستان کې مرکزونه جوړ کړي. زمونږ برید وښوده، چې مونږ امریکایان خپلو موخو ته ژمن یو.
په افغانستان کې د ناتو د غوڅ ملاتړ قومندان جان نیکولسون وايي، چې مور بم او د کارولو وخت یې دواړه مناسب ول؛ ځکه، چې د ننګرهار په اچین کې د داعش د مرکزونو د ویجاړولو لپاره بله لار نه وه.
دی وايي، چې په افغانستان کې د داعش د نابودۍ لپاره د نړیوالو ځواکونو عملیات په شدت روان دي.
د ناټو د غوڅ ملاتړ قومندان وايي، چې داعش له دغه مرکز څخه هر وخت د افغان او نړیوالو سرتېرو په وړاندې د سنګر په توګه کار اخیست.
د نوموړي په وینا؛ نړۍ باید د داعش په وړاندې متحده شي. داعش د پاکستان د تحریک طالبانو پخواني غړي او د ازبکستان د جنبش اسلامي ملاتړي دي او یو شمېر افغان طالبان هم ترې ملاتړ کوي.
مونږ اندېښمن یو، چې د دغې ډلې غړي له پاکستان څخه افغانستان ته راځي او تمویلیږي.
افغان ځواکونو د داعش پر دغو سنګرونو څلور ځلې بریدونه کړي ؛ خو بریالي شوي نه ول.
د ولسمشرۍ سرپرست ویاند سید شاه حسین مرتضوي وایي، دا برید له حکومت سره همغږی شوی و او د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې له د دغه بم کارول ښه ټاکنه وه.
نیکولسون دغه راز د دغه دروند بم کارول له بهرنیو پېښو سره اړیکه نه لري او هڅه به وکړي، چې له افغان حکومت سره د وسلوالو مخالفینو په وړاندې خپله همکاري روانه وساتي.
جي بي یو – ۴۳ مور بم په لومړي ځل په افغانستان کې وکارول شو. د مور بم جوړولو کار په ۲۰۰۳ کال کې د عراق د جګړې لپاره پیل شو او ۱۶ میلیو دالر پرې راغلی دی.
https://avapress.com/vdcguz9qzak9ty4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته