د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی،
له حزب اسلامي سره د افغان حکومت د هوکړه لیک په عملی کېدو د څار کمېسیون نن سېشنبې(د کب په ۱۷ مه)اعلان وکړ چې د دغو بندیانو نوملړ ولسمشر ته لېږل شوي او دوی به ډېر ژر له بنده خوشي شي.
اخوا حزب اسلامي له هغه څه نه چې د سولې د هوکړه لیک د عملي کېدو د بهیر پڅوالی بولي نیوکه کوي او وایي چې باید کابل ته د ګلبدین حکمتیار له راتګ څخه مخکې باید د وار له مخې شرطونه عملي کړي.
د حزب اسلامي لږ تر لږه د ۲۰۰ بندیانو خوشي کول، د ګلبدین حکمتیار د اوسېدو لپاره له امنیتي پلوه د یو مناسب او ډاډمن ځای برابرول او همداراز د حزب اسلامي د کډوالو د اوسېدو لپاره د زرو استوګنو نمرو وېش پلازمېني ته د حکمتیار د راتلو درې اصلي شرطونه دي.
د حزب اسلامي په باور د دغو شرطونو عملي کېدل د حکومت لخوا په پڅه توګه روان دي له همدې امله کابل ته د ګلبدین حکمتیار راتلل ځنډول شوي دي.
د حزب اسلامي د رسنیزې ډلې رییس قریب الرحمن سعید وویل:«زموږ شکایت دا دی چې دولت باید له هغو وسایلو او امکاناتو سره چې لري یې په عاجله او عملي توګه دغه کار ترسره کړي.»
له حزب اسلامي سره د سولې د هوکړهلیک د عملي کولو اجرايي کمېسیون د دغه هوکړهلیک د پلي کېدو د پڅوالي په ردولو سره وايي د حزب اسلامي د بندیانو لومړۍ ډله چې شمېر یې کابو ۶۰ تنو ته رسېږي ډېرژر به خوشي شي او همداراز حکومت د ګلبدین حکمتیار د کوربتوب لپاره ټول چمتووالی نیولی دی، لکه څنګه چې که ښاغلی حکمتیار همدا سبا کابل ته راشي حکومت چمتو دی د هغه ساتنه وکړي.
له حزب اسلامي سره د هوکړهلیک د پلي کولو کمېسیون ویاند احمد فرزان وویل:«د ټولو بندیانو دوسیې پیدا شوې دي او د بندیانو ترمنځ توپير هم شوی چې سیاسي بندیان دي حق العبدي نهلري او په جنايي جرمونو کې دخیل نهدي او له ترهګرو ډلو او طالبانو سره اړیکه نهلري دغه بندیان تفکیک او جلا کېږي.»
له بلخوا د حزب اسلامي د رسنیو د ډلې رییس وایي دوی د نوموړي ګوند د مهمو بندیانو نوملړ حکومت ته سپارلی او حکومت باید له ۶۰ د لږو یا ډېرو کسانو پر خوشي کولو سربېره هغه کسان هم خوشي کړي چې نومونه یې په دغه نوملړ کې راغلي دي.
قریب الرحمن سعید زیاته کړه:«ځینې زندانیان دي چې ډېر مهم دي او حزب اسلامي د هغوی نوملړ مقابل لوري ته ورکړی ترڅو د دغو بندیانو ترڅنګ هغوی هم ژر تر ژره خوشي شي.»
ځینې سرچینې وايي حزب اسلامي پلازمېني ته د ښاغلي حکمتیار د راتلو لپاره په لومړی ګام کې د لطف الله صادق، قاضي رحمان داد او د بشیربغلاني د زوي نجیب الله په ګډون د دغه ګوند د لږترلږه ۲۰۰ بندیانو د خوشي کولو، د حزب اسلامي د کډوالو لپاره د استوګنې د زرو نمرو وېشل او همداراز د ګلبدین حکمتیار د اوسېدو لپاره د مناسب ځای برابرول د شرطونو په توګه یاد کړي دي.