دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۳۸
د مطلب کود : 133591
ملت متوازن پرمختګ، ټولنیز عدالت او اقتصادي تحرک غواړي
جمهوررئیس غني د ولسي جرګې غړو ته په خطاب کې: ملت متوازن پرمختګ، ټولنیز عدالت او اقتصادي تحرک غواړي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د مشورتي ناستو په لړ کې پرون شپه د ولسي جرګې له اداري پلاوي او غړو سره په ارګ کې، وکتل. په دې کتنه کې چې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د کابېنې یو شمېر غړو، د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر، په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي ډاکټر محمد اکرم خپلواک او د حکومت یو شمېر لوړ پوړو مقاماتو هم ګډون درلود، جمهوررئیس د حکومت له پروګرامونو او لاسته راوړنو په ځانګړي ډول د وارسا او بروکسل په کنفرانسونو او په نړیوال سوداګریز سازمان کې د افغانستان غړیتوب څخه  د ملي شورا له ملاتړ څخه مننه وکړه. جمهوررئیس وویل، هېواد تېر کال څو اړخیز امنیتي، اقتصادي او سیاسي انتقال ترسره کړ او زموږ  لاسته راوړنې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنو او اتلولیو له برکته دي. هغه وویل، جنګ پر موږ  تحمیل شوی او په تېرو ۴۰ ورځو کې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونود دښمن سخت بریدونه دفعه کړل. جمهوررئیس د ملي بحث ارزښت ته په اشارې د ولسي جرګې غړو ته په خطاب کې وویل، په ځانګړي ډول د بودجې په اړه بحث د ولسي جرګې له سترو اقداماتو څخه دی او ملت د هیواد د مهمو مسایلو په هکله ملي بحث ته اړتیا لري. هغه وویل، په تېرو کلونو کې ملي بحث نه وو، خو زه اوس د دغو ناستو له لارې  ستاسې نظرونه او مشورې په دقت  اورم. جمهوررئیس غني وویل، عمده ستونزه د مصرف په موده کې د بودجې نه مصرفول دي، حداقل د نړۍ سل هېوادونه د بودجې په مصرف کې ستونزې لري، چې له دې جملې له ۱۰ څخه تر ۲۰ هېوادونو خپله د بودجې ستونزه حل کړې. هغه زیاته کړه، محوري بودجه باید د لیدلوري او اقتصادي تحرک وسیله وي او د بودجې شفاف مصرف هراړخیز بحث ته اړتیا لري. جمهوررئیس د بودجې د نه مصرفولو بله ستونزه غیراختیاري بودجې سره تړاو وښوده چې په دغه برخه کې هم د بودیجې مصرف محدودیتونه درلودل. هغه وویل، پیسې له اصلاحاتو پرته  نه مصرفېږي او دا له تاسې، خلکو او نړیوالې ټولنې سره زموږ ژمنه ده. هغه وویل، د اصلاحاتو په راوستلو کې ستاسې غږ یوه جدي اړتیا ده او له حکومت سره مرسته کولی شي. جمهور رئیس زیاته کړه، په تېرو ۱۴ کلونو کې د خنډونو او جوړښت  تحلیل په سمه توګه ترسره نشو، د پروژو په برخه کې حاکمیت سم نه وو او قراردادیانو خپلسری عمل کاوه. جمهوررئیس د ستونزو پر بنسټیز تفکیک ټینګار وکړ او ویې ویل، د ادارو د ظرفیتونو د ارزونې له لارې باید بنسټیزې ستونزې تشخیص او د حل لارې ورته ولټول شي. هغه زیاته کړه، که چیرې وزارتونه واضح جوړښتونه ونلري وزیران به سم کار ونه کړای شي او باید صلاحیتونه او مسئولیتونه یې دقیق تفکیک شي. جمهوررئیس غني وویل، په وزارتونو کې وظیفوي تداخل موجود دی، د معینانو دندې واضح نه دي چې د ملي شورا په مرسته دغه بحث وضاحت ته اړتیا لري. هغه د وزارتونو ترمنځ د اړیکو پر ټینګښت ټینګار وکړ او ویې ویل، په ځانګړي ډول  یو وزارت کار نشي کولی په لویو ملي پروګرامونو باید تمرکز وشي. جمهوررئیس څرګنده کړه، پخوا په وزارتونو کې د ګومارنې پروسه پېچلې او کاغذ پراني ډېره وه چې اوس د سي بي آر پروسې له پلي کولو سره په یو شمېر وزارتونو کې دغه پېچلې ستونزه تر یوه بریده حل شوې ده. جمهوررئیس محمد اشرف غني د پروژو د تطبیق په برخه کې د ستونزو په مطرح کولو سره زیاته کړه پخوا به قراردادیانو د پروژې په عملي کولو کې پر خپلو ژمنو سم عمل نه کاوه او یو قرارداد به  لومړي قراردادي  بل ته ورکاوه. هغه وویل، د عامه تدارکاتو له مدیریت سره اوس پروژې په شفافه بڼه عملي کېږي. جمهوررئیس زیاته کړه، ملي تدارکاتو په ملي سطحه ښه پرمختګونه درلودل، خو اوس هم په یو شمیر بودجوي واحدونو کې ستونزې شته چې په دغو ادارو کې هم باید اصلاحات راشي. جمهوررئیس وویل، تېر کال د توقع خلاف ملي عواید ۲۲٪ لوړ شول، په روان کال کې، مخکې له دې چې کال پای ته ورسیږي، ټاکلې موخې ترلاسه شوې دي او په راتلونکي کال کې به افغانستان ۴٪ اقتصادي وده وکړي. جمهوررئیس  څرګنده کړه، په تېرو کلونو کې د خودکفایۍ لیدلوری نه و او ملي یووالي حکومت په لندن کنفرانس کې دغه لیدلوری نړیوالو ته وړاندې  کړ چې اکثر ژمنې یې  پوره کړي. هغه ټینګار وکړ، هېواد باید په پښو ودرېږي او افغانستان له اقتصادي پلوه خودکفا شي. جمهوررئیس زیاته کړه، سترو ملي پروژو ته ځانګړې پاملرنه شوې، له دغو پروژو څخه یو شمېر یې لکه د کجکي او سلما بند ګټه اخیستنې ته سپارل شوي او یو شمېر یې تر کار لاندې دي. هغه وویل خصوصي سکتور  په مختلفو برخو کې  ۱،۲ میلیارد ډالر پانګونه کړې او ځانګړی اهمیت لري. جمهوررئیس غني پر شفاف حساب ورکولو ټینګار وکړ، ویې ویل چې خلک او نړیواله ټولنه د شفاف حساب ورکولو غوښتونکي دي او موږ باید په دغه برخه کې ځواب ولرو. جمهوررئیس د ولسي جرګې له غړو وغوښتل چې د کابینې ټول غړي تر فشار لاندې راولي او خپلې ارزونې له ده او اجرائیه رئیس سره شریکې کړي. هغه وویل، موږ ستاسې مشورې اړینې بولو او ملت هم د زیات تحرک غوښتونکی دی. جمهوررئیس وویل، ولس متوازن پرمختګ، ټولنیز عدالت  او اقتصادي تحرک غواړي. هغه زیانمنونکو قشرونو ته په پاملرنې هم ټینګار وکړ، ویې ویل، راستنېدونکو کډوالو، بې ځایه شویو، معلولینو او همداراز کوچیانو ته هم جدي پاملرنه وشي. په دغه ناسته کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د خپلو خبرو په ترڅ کې له ملي شورا مننه وکړه چې په ځانګړي ډول په عمده مسایلو کې له حکومت سره اوږه په اوږه ولاړه ده. هغه د بودجې د نه مصرف ستونزه په امنیت پورې اړونده وبلله، ویې ویل، که سراسري امنیت ولرو، پروژې به هم په سراسري توګه تطبیق شي. اجرائیه رئیس همداراز وویل، د غیراختیاري بودجې نه مصرفول په ډونرانو پورې اړه لري او د تدارکاتو اوږد بهیر، د بودجې په نه مصرفولو مستقیم اغېز لري. هغه وویل، دښمن غوښتل چې شپږ ولایتونه د خپلو فعالیتونو مرکز وګرځوي، خو بریالي نه شول او د امنیتي او دفاعي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شو. اجرائیه رئیس له ملي شورا او خلکو څخه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ له امله هم مننه وکړه. د ولسي جرګې نایب منشي عرفان الله عرفان د ولسي جرګې په استازیتوب خبرې وکړې او له حکومت څخه یې په مهمو او ملي مسایلو د سلا  له امله مننه وکړه. هغه وویل، د حکومت له لوري  دا ډول مشورتي بحث بې مخینې دی او کولای شي د خلکو او حکومت اړیکې پیاوړې کړي. هغه وویل، د بودجې معقول مصرف د ملي شورا لپاره مهم دی او موږ په دغه برخه کې د ډېر شفافیت غوښتونکي یوو، ځکه چې دا د ټول ولس غوښتنه ده. عرفاني ډاډ ورکړ چې ولسي جرګه د ۱۳۹۶ کال بودجې تصویب لپاره اړتیاوې او لومړیتوبونه په پام کې نیسي او دغه پرېکړه به د ملت او حکومت قناعت حاصل کړای شي. ارگ - ریاست جمهوری
https://avapress.com/vdchwxnzz23nxmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته