د ۲۰۵ اتل قول اردو د مطبوعاتي دفتر څخه خپره سوې خبرپاڼه وايې ، چي دا عمليات د ارزګان په خاص ارزګان او چوره ولسواليو کي سوي دي چي پر مهال يې د دې ولايت دپاره د طالبانو نومول سوی والي مولوي اغاجان او نظامي مسوول اسدالله مشهور په شکيب وژل سوي دي ، خبرپاڼه په دې عملياتو کي د نورو نهو ولسوالو د وژلو خبر هم ورکوي .