دهیواد د ملي امنیت عمومي ریاست اعلام کړی چې په پلازموینه کابل کې د حقاني پورې تړلې درې کسیزه ډله نیول شوې.
د دغې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې نیول شوې درې کسیزه ډله هوډ درلود چې په کابل ښار کې ترهګریز بریدونه تر سره کړي.
په خبرپاڼه زیاتوي چې د یادو کسانو څخه اته کړۍ نښلوونکي او جهتي ماینونه، یو میل تمانچه، د ماین سیستم ته عیار شوي ۱۱ سیټونه موبایل، یو ریموټ کنټرول او یو بسته لین هم لاسته راغلي دي.
ملي امنیت وايي چې دغه کسان، مزمل د علم الدین زوی، یاسر د عزیزالرحمن زوی او عنایت الله د نعمت الله زوی نومیږي.
هغه ویډیو چې د ملي امنیت له خوا خپره شوې په دغه ویډیو کې عنایت الله وايي چې د "دشت توپ" په سیمه کې د "ولي او اسماعیل" په نوم کسانو سره اشنا شوی.
هغه وویل : "دغه کسان له ما څخه غوښتنه وکړه چې په کابل کې زمونږ کارونه عملي کړه او د څرخي پله څخه یې ماته درې کړۍ ماینونه راکړل."
د ملي امنیت عمومي ریاست ویلي چې د دغو کسانو په نیولو سره په کابل کې د خونړۍ برید مخنیوی شوی.
په کابل کې د برجسته رجالو په ریاست باندې له برید وروسته دا لومړی ځل دی چې یوه ترهګریزه ډله د دغې ادارې له لورې نیول کیږي.
په دغه برید ۶۴ تنه ووژل شول او نږدې ۳۵۰ تنه نور ټپیان شول او طالبانو د پیښې پړه پر غاړه واخیست.