دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 124525
د اسرائیلو په جیلونو کښې د پرتو فلسطینی ماشومانو شمیر ډیر زیات شوی
د فلسطینی اسیرانو او اتلانو د چارو کمیټې د صهیونیسټی رژیم په جیلونو کښې د فلسطین د اسیرو ماشومانو د شمیر د زیاتیدو خبر ورکړ.
د فلسطینی اسیرانو او اتلانو د چارو کمیټې د صهیونیسټی رژیم په جیلونو کښې د فلسطین د اسیرو ماشومانو د شمیر د زیاتیدو خبر ورکړ.

د فلسطین د اطلاع رسونې د مرکز د خبر له مخې د فلسطین د اسیرانو او آزدګانو د چارو کمیټې پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د صهیونیسټی رژیم په جیلونو کښې د فلسطین د اسیرو ماشومانو او ځلمیانو د شمیر زیاتیدو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې نن سبا د دغه رژیم په جیلونو کښې څلور سوه فلسطینی ماشومان بندیوان دی.

خبر زیاتوی چې ۲۴۱ فلسطینی ماشومان د صهیونیسټ رژیم په عوفر نومی جیل کښې پراته دی.

د صهیونیسټی رژیم په جیلونو کښې د پرتو یوشمیر فلسطینی ماشومانو بدنی وضعه بده اعلان شوې ده داشان چې اسرائیلی پوځیان دا ماشومان په مختلفو طریقو جسمی او روحی شکنجه کوی.

په یاده خبرپاڼه کښې راغلی چې د صهیونیسټی رژیم محکمې په جیلونو کښې پراته فلسطینی ماشومان او ځلمیان د ډیرو جرمانو په ورکولو هم محکوم کړی دی.

نن سبا کابو اوه زره فلسطینیان د صهیونیسټی رژیم په جیلونو کښې پراته دی.

 
سرچينه : ایرنا
https://avapress.com/vdcewe8znjh8wni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته