دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۴۲
د مطلب کود : 124141
کندهار کي درې وسله والي ترهګري ډلي نيول سوي دي
د ملي امنيت لوی رياست خبر ورکوي، چي موظفينو يې په کندهار ولايت کي ترهګرو طالبانو ته اړوند درې ترهګري ډلي، چي په ټوليز ډول يې غړي 15 تنه کېږي نيولي دي.
دياد رياست څخه رالېږل سوې، خبرپاڼه ليکي، چي يادو کسانو اراده لرل، چي د ترهګريزو بريدونو په ترسره کولو سره د کندهار ولايت وګړي د وير پر ټغر کښېنوي.
د خبرپاڼي په وينا، نيول سوي کسان د ترهګريزو بريدونو طراحان وو، چي دکندهار ولايت اړوند برخو کي يې ترهګريز بريدونه طرحه او ترسره کول.
ديادو کسانو له ډلي يې يوشمېر کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف هم کړی دی. 
https://avapress.com/vdci55azzt1arz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته