دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۳۳
د مطلب کود : 118911
په کابل کې د لسګونو زرو کسانو مظاهره لاهم دوام لري
مظاهره کوونکو د هغو اوو کسانو مړي چې په زابل کې یې سرونه پرې شوې وو، پښتونستان واټ ته راوړي دي.

مظاهره کوونکي په خپلو شعارونو کې د عدالت غوښتنه کوي.

تر دې وړاندې د کابل په لویدیځه څنډه کې هم سلګونو کسانو په لاریونونو سره د دغو کسانو وژنه په سختو الفاظو وغندله .

دوی له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د دې پیښې عاملین او برمته نیونکي وپیژني او محاکمه یې کړي.

د زابل د سیمه ییزو چارواکو په خبره له دغو کسانو څخه په دې وروستیو کې د داعش وسله والو سرونه پرې کړي دي.
https://avapress.com/vdcgq79qqak9qy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته