دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۵۷
د مطلب کود : 116851
د ننګرهار پر اچین ولسوالۍ د داعش په حمله کې پاکستاني پوځیانو هم برخه لرله
د اچین ولسوال حاجي غالب مجاهد  ته وویل؛ د افغان ځواکونو په ځوابي حملو او د نړېوالو پوځیانو په بمباریو کې نژدې سل تنه دا بریدکوونکي وژل شوي دي:

((د پاکستان د پوځ کسان هم ورسره دي. په دوو سمتونو کې چې یو په ازل خېلو کې و؛ موږ لاس په لاس جګړه ورسره وکړه او پنځه دېرش کسان مو له مینځه وړي او د شډل په بازار کې چې الوتکو حمله وکړه شپېته کسان یې وویشتل.))

مجاهد زیاته کړه افغان ځواکونو د داعش ډلې له وسله والو سره چې د سیمه ییزو پولیسو جامې یې اغوستې وې او مړي یې لاهم هلته پراته دي؛ اته ساعته جګړه وکړه.

مجاهد زیاته کړه چې د وسله والو مخالفینو په حملو کې دوه افغان سرحدي پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdchm-nzz23nz6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته