دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۳۸
د مطلب کود : 115385
جمهور رئیس غني: د کابل د حلقوي سړک جوړېدل یو ډېر مهم اقتصادي تصمیم دی
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابل د حلقوي سړک د جوړېدو د طرحې په باب ، پرون مازیګر په ارګ کې غونډه جوړه شوه.


په دغه غونډه کې چې د ښار جوړلو چارو، د فواید عامې او ترانسپورت وزیرانو، د کابل ښاروالۍ سرپرست، د کابل ګارنیزیون قوماندان، د ملي امنیت پخواني رئیس امر الله صالح او یو شمېر نورو فني او مسلکي لوړ پوړو دولتي چارواکو ګډون کړی و، د فواید عامې وزیر د کابل د حلقوي سړک د جوړېدو په باب د دغه وزارت طرحه غونډې ته وړاندې کړه او وړاندیز وکړ چې د دغې طرحې د پلي کېدو لپاره دې د کابل ښاروالۍ، د ځمکو د ادارې، د فواید عامې او د ښار جوړولو چارو د وزارتونو یوه ګډه تخنیکي کاري ډله دې وټاکل شي.

بیا، د غونډې برخه والو په خپل وار سره د کابل د حلقوي سړک د جوړېدو پر تخنیکي، اقتصادي، امنیتي او ټولنیزو اړخونو بحث وکړ او د اړوندو ادارو پر مسوولیتونو یې رڼا واچوله.


جمهور رئیس محمد اشرف غني د غونډې د برخه والو د نظرونو او وړاندیزونو له ارزولو وروسته، وویل، د کابل حلقوي سړک یوازې سړک نه، بلکې د ښاري انکشاف یوه هر اړخیزه پروژه ده.


جمهور رئیس غني د دغه سړک د جوړېدو په چاره کې د ولس د ونډې اخیستنې، امنیتي لید لوری، ټولنیز تاثیرات، استملاک او د زیربنایي چارو په شمول ټول اړخونه د پاملرنې وړ وبلل، وې ویل، که دا ډول پروژې په سمه توګه مدیریت نه شي د ځینو خلکو په ژوند مثبت او د ځینو نورو په ژوند منفي اغېزې درلودلای شي او له بله پلوه د خلکو له ګډون پرته د سړک د حریم له غصب څخه مخنیوی او د ګټورو اقتصادي اغېزو رامنځ ته کېدل ممکن نه دي، له دې امله حکومت ته په کار ده چې له ولس سره په مشارکت کې د یو ټولنیز تړون له مخې د دغه سړک د هر اړخیزو اغېزو په پام کې نیولو سره د نوموړي سړک پر جوړېدو کار وکړي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د کابل د حلقوي سړک جوړېدل یو ډېر مهم اقتصادي تصمیم وباله او د کابل ښه اقتصادي راتلونکی یې له دغه سړک سره تړلی و باله.

جمهور رئیس غني همدا راز د دغه سړک د پروژې د لګښت تخمین، د ولس د مشارکت حقوقي اړخونه، د غصب دمخنیوي په برخه کې د دولت غښتلې اراده، د ظرفیت شتون، د سړک د زیربنا او کانالیزاسیون مسئلې مهمې او حیاتي وګڼلې او اړوندو مسوولینو ته یې هدایت ورکړ چې په را تلونکو دوه اوونیوکې دې د دغې پروژې د کلي تصویر او بنیادي شکل په اړه د هر اړخیزې ارزونې پر اساس یوه طرحه چمتو او وړاندې شي
سرچينه : د صدای افغان خبری (آژانس)
https://avapress.com/vdcivwazwt1azp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته