د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني، پرون له غرمې وروسته د خپلې پښې د درملنې لپاره چې په دې وروستیو کې یې زیان لیدلی و، د خپلو معالجو ډاکترانو په مشوره آلمان ته روان شو.
د یادولو وړ ده چې د جمهور رئیس غني پښې ته په دې وروستیو کې د المپیک د ملي ورځې د لمانځنې په مراسموکې زیان رسېدلی و، خو د درملنې بهیر یې د کورنیو او بهرنیو مهمو سفرونو او د نیکمرغه کوچني اختر له امله ځنډ ولی، نن د خپلې درملنې د بشپړولو لپاره آلمان ته روان شو.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)