دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۱۹
د مطلب کود : 112394
د تنباکو د غیر قانوني سوداګری روغتیايي اقتصادی او امنیتی جدی ننګونې رامنځته کوي
دعامې روغتیا وزارت، د روغتیا نړیوال سازمان او روغتیايی شرکاوو، د ۲۰۱۵ کال د تنباکو د منعې نړیواله ورځ یې "د تنباکو د محصولاتو د غیرقانونی سوداګرۍ ته د پاي ټکې کیدی" ترعنوان لاندې ولمانځله. دعامې روغتیا وزارت چارواکي، د ملګرو ملتونو او د غیر دولتی موسساتو استازو پدې مراسمو کې سره راغونډ شوي وه او د تنباکو د غیرقانوني د سوداګرۍ زیانونه یې پر روغتیا، امنیت، اقتصاد او ښې حکومتولي باندې د انديښنې وړل وبلل.
دعامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکټر احمدجان نعیم ټینګار وکړ چې تنباکو د عامې روغتیا یو له سترو خطرونو څخه شمیرل کیږي چې افغانستان دهغې سره مخ دی. د تنباکو د غیر قانوني سوداګرۍ، د خلکو په تیره بیا د ځوانانو لاسرسی د تنباکو د محصولاتو ته آسانه کوي، تکس او مالې سیاستونه کمزوري کوي، د حکومت عایداتي سرچینې چې د ټولنیز-اقتصادی په پراختیا کې په شمول د روغتیايي چارو لګول کیږي، راټیټه وي.
دعامې روغتیا وزارت مرستیال زیاته کړه: افغانستان د روغتیا نړیوال سازمان د تنباکو د کنترول کنوانسیون منلی دی او دې او دهغې پر پلی کولو ژمن دی څو ټولو افغانانو ته غوره روغتیا یقینی کړي.
که څه هم په افغانستان کې د غیرقانوني سوداګرۍ او د تنباکو د استفادې کول په اړه اطلاعات محدود دي، خو د ۲۰۱۰ کال د تنباکو د نړیوالې سروې له مخې ۲۳ سلنه د ښوونځي زدکوونکي د ۱۳-۱۵ کلونو ترمنځ د سګرتو مصرف کوونکي دی او نږدې ۴۰ سلنه د ښوونځي زردکوونکي په هغو کورونکو کې ژوند کوي کوم چې نورکسان د هغوی په وړاندې سګرت څکوي. يوه بله څیړنه چې په کابل کې ترسره شوه، دا په ډاګه کوي چې د سګرت څکولو دود د ۱۵ کلونو او دهغې څخه باندې د نارینو په نیزد ۳۵ سلنه دی. د څو سکتوریزه یوه کمیټه د کلدي وزارتونو په شمول د عامې روغتیا، کورنیو چارو، معارف او دمالي وزارتونو څخه جوړه شوې ترڅو په افغانستان کې د غیر قانونی محصولات سوداګرۍ د مخنیوي لپاره یوه ستراتیژۍ او کاري پلان برابر کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان استازی ډاکټر پیپرکورن وویل: تنباکو د روغتیا یوه جدی موضوع ده په دې دلیل چې خپل نیمایی استفاده کوونکي وژني او له هرو لسو ځوانو مړینو څخه یو تن او نږدې د شپږو میلیونو انسانانو د وژنې لامل په هرکال کې د نړۍ په کچه کیږي. د تنباکو د غیرقانوني سوداګرۍ سترې انديښنې پر روغتیا تحمیلوي، په همدې توګه د فساد، قاچاق، او سازماني جرایمو سره دهغې د اړیکو د لرو له پلوه ګڼ شمیر انديښنې پر اقتصاد او امنیت را منځته کوي.
د تنباکو د غیرقانونی سوداګرۍ منع کول د روغتیا یو لومړيتوب او همداراز د افغانستان لپاره د امینتي او اقتصادي ستره مرسته بلل کیږي.
د تبناکو دودیدل د عامې روغتیا له سترو تهدیداتو څخه دی چې نړی کله هم پدې کچه له هغې سره مخ شوی نه وه، تنباکو هرکال شاوخوا شپږ میلیونه انسانان د نړۍ په کچه له منځه وړي او څه باندې ۶۰۰زره دغه مړینې د هغو کسانو په نیزد رامنځته کیږي چې هغوی په نیغه توګه د تنباکو څخه استفاده نکوي خو د نورو د استفادې په معرض کې واقع کیږي. له دخانیاتو څخه استفاده کول، نږدې د بدن ټول ارګان ته زیان رسوي او ګن شمیر ناروغیو لکه د زړه نارغیو، تنفسی ناروغیو او د امیندواري اخلالاتو لامل کږي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcf10dyjw6dyma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته