دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۵۵
د مطلب کود : 101112
افغانستان او سعودي عربستان د ستراتیژیکو همکاریو لا ډیره پراختیا غواړي
د افغانستان جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي سعودي عربستان ته د خپل سفر په دوهمه ورځ د دغه هېواد له ولیعهد او د دفاع له وزیر والا حضرت شهزاده سلمان بن عبدالعزیز آل سعود سره په ریاض کې وکتل.
په دغه کتنه کې چې نن غرمه ترسره شوه، دواړو لورو د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د موافقتنامې، په اسلامي نړۍ کې د موجودو ستونزو په حل او په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې د سعودي عربستان رول د سیمه ایزو همکاریو په چوکاټ کې، اقتصادي مسایلو، په سعودي عربستان کې د افغان سوداګرو او کارګرانو د ستونزو د حل او افغان حاجیانو ته د حج د مراسمو د پرځای کولو پرمهال د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کېدو په باب بحث او خبرې وکړی.
په دغه کتنه کی د افغانستان جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د افغان حاجیانو د ښې پالنې له امله د سعودي عربستان له دولت څخه مننه وکړه او وی ویل: افغانستان غواړی چی سعودی عربستان د نړۍ د ستر اسلامي او د افغانستان د دوست هېواد په توګه د سیمه ایزو همکاریو په چوکاټ کې په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین په لاره کې خپل رغنده رول ولوبوي.
جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د سیمه ایزو اقتصادي همکاریو اهمیت ته د اشارې په ترڅ کې وویل: افغانستان غواړي له دوست هېواد سعودی عربستان سره پراخې اقتصادي اړیکې ولري.
د حج د مراسمو پرمهال افغان حاجیانوته د لازمو آسانتیاوو د رامنځته کېدو په موخه د افغانستان د وقفی ځمکې په باب هم په دغه کتنه کې بحث او خبرې وشوې.
د سعودي عربستان ولیعهد والاحضرت شهزاده سلمان بن عبدالعزیز آل سعود افغانستان خپل ورور او دوست هېواد وباله، وې ویل چی سعودي عربستان ته افغانستان د یو مهم او اسلامي هېواد په توګه ارزښت لري او غواړي چې له دغه هېواد سره په بېلابېلو برخو کې خپلې اړیکې لا پراخې کړي.
د سعودي عربستان ولیعهد په سیمه کې د سولې او ثبات ټینګښت تر ټولو مهمه اړتیا وبلله، ژمنه یې وکړه هرهغه څه چې په توان کې لري په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره به یې دریغ نه کړي.
د دغې کتنې په پای کی دواړو لورو پریکړه وکړه چی د بحث شویو موضوګانو د څرنګوالي لپاره دې دواړه خواوې د لا ډیرو تفصیلی بحثونو په موخه پلاوي وټاکي.
والا حضرت شهزاده سلمان بن عبدالعزیز آل سعود له جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي څخه مننه وکړه چې له ژمنې سره سم لومړی د عمرې حج د ادا کولو لپاره بیت الله شریف ته راغی او بیا یی د سعودي عربستان له چارواکو سره وکتل.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb88b85rhbg8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته