دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۳۰
د مطلب کود : 154716
کابل ګارنیزیون: هیڅوک ښار کې ثقیله وسلې نشي ګرځولی

 
کابل ګارنیزیون نن د چهارشنبې په ورځ کابل ښار کې د وسلو د ګرځولو د جواز، تورو شیشو لرونکو، زرهې موټرو او د جعلي نمبر پلیټو لرونکو وسایطو د لټون لپاره د تلاشۍ پوستې جوړې کړي دي.
 
د کابل ګارنیزون په یوه اعلامیه کې ویلي، دا عملیات د دغه ګارنیزیون د عمومي قوماندانۍ له خوا د کابل د ۱۰۱ اسمایي زون د قوماندانۍ، د کابل د ملي امنیت ریاست، د ملي اردو د ۱۱۱ فرقې او د کورنیو چارو د وزارت د تروریزم پر ضد د مبارزې د ریاست سره په همغږۍ کې ترسره کیږي.
 
د کابل ګارنیزیون اعلامیه وایي دا عملیات د کابل ښار د امنیت د خوندیتوب او په ښار کې غیرې مسوولو وسله والو د ګرځیدو او هم د تورو شیشو لرونکو او زرهې وسایطو د مخنیوي لپاره چې ښاریان یې په اړه اندیښمن دي ترسره کیږي.
 
کابل ګارنیزیون هغو کسانو ته چې د کابل په ښار کې د تګ راتګ پر مهال"ارپي جې" توغندي، "پیکا" ماشیندارې او یا هم په غیرې قانوني توګه وسلې، د تورو شیشو او زرهې وسایطو څخه کار اخلي خبرداری ورکړی چې دا کړنې د قانون پرخلاف دي او هیڅوک ثقیله او نیمه ثقیله وسلې نه ګرځولی شي او یې هم ساتلی شي.
 
کابل ګارنیزیون په دې اعلامیه کې ویلي چې هغه کسان چې د وسلو د ګرځولو جواز لري، د جواز موده یې د شپږ میاشتو وروسته ختمیږي او ورته په کار دي چې د شپږ میاشتو په دننه کې د خپلو وسلو جوازونه تمدید کړي.
 
په کابل کې د افغان حکومت د یو شمیر چارواکو او د ملي شورا د استازو سربیره په زیات شمیر زورواکان او د افغان حکومت پخواني چارواکي هم د موټرو په کاروانونو کې د تګ راتګ پر مهال درنې او سپکې وسلې ګرځوي.
 
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې یوازې دغه وزارت په تیرو اولس کلونو کې له نوي زرو څخه زیاتو کسانو ته د وسلو د ګرځولو جوازونه ویشلي دي.
 
خودا وزارت هم دا مني چې په افغانستان کې خلک له دغه شمیر څخه زیاتې وسلې ګرځوي.
 
د کابل ګارنیزیون له دې وړاندې هم د غیرې قانوني وسلو، غیرې قانوني نمبرپلیټ لرونکواو تورو شیشو د موټرو د تګ راتګ پر خلاف یو لړ اقدامدات کړي وو، چې د کابل د یو شمیرښاریانو پر وینا د لنډې مودې لپاره یې د غیرې قانوني وسلو، غیرې قانوني نمبرپلیټ لر ونکو او ترو شیشو لرونکو موټرو د تګ راتګ مخه نیولې وه.
 
د کابل ګارنیزیون د دغسې وسلو او موټرو د خاوندانو غوښتي چې د تلاشۍ په پوستو کې دې د پلټنو پروخت له امنیتي کارکوونکو سره همکاري وکړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjvxevmuqeiaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته