دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۴۹
د مطلب کود : 100661
محور ورځپاڼه: ترکیه غواړي د سیاسي طالبانو کوربه شي

له وسله والو مخالفینو سره د نوي افغان ولسمشر د چلند طریقه به متفاوته وي، د همدې لپاره له پاکستانه د سیاسي طالبانو بل ځای ته د ادرس د لېږد په لټه دی. ترکیه په تدریجي ډول د طالبانو لپاره د کوربه توب موقف ترلاسه کوي او د سولې شورا له منحل کېدو سره د طالبانو یو سیاسي بهیر په انقره کې په کار پیل کوي.
په ترکیه کې مېشت طالبان به هغه کسان وي، چې د ملاعمر د جنګي تګلارې دوام ردوي او د جنګ پر ځای په سیاسي میدان کې د فعالیت لېوال دي.
د طالبانو د کوربه په حیث ترکیه وار له مخه د امریکا، پاکستان او د پاکستان د حمایتګرو عربي ملګرو له مخالفت سره مخ ده، چې د طالبانو په قضیه کې ځان نه ښکېل کوي.
ولسمشر اشرف غني احمدزي د ترکیې له ولسمشر سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې به د اصلاحاتو په برخه کې د ترکیې له تجربو استفاده وشي او دواړو هېوادونو د همکاریو سند لاسلیک کړ.
ښاغلي غني افراطیت د سیمې هېوادونو لپاره جدي ګواښ وباله او ویې ویل، چې پدې اړه په ګډه یوه هر اړخیزه ارزونه کوي او په اساس به یې هر هېواد د ترورېزم پر وړاندې پخپل مسوولیت وپوهېږي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له افغانستان سره په سیاسي، نظامي او اقتصادي برخو کې د همکاریو ژمنه وکړه. د سیمې په هېوادونو د ترکیې له سیاسي اغېز څخه سمدستي افغانستان د سولې په بهیر کې د مرستې تمه لري.
ترکیې یو وار وړاندې هم د طالبانو د سیاسي دفتر د کوربه جوړېدو هڅه کړې وه، هغه مهال ملا معتصم آغا جان چې په ترکیه کې مېشت و له دغه هېواده غوښتي و، چې متحده عربي اماراتو ته له نورو طالبانو سره د خبرو لپاره لاړ شي، ترکیې د ملا آغا جان معتصم د سفر انتظام وکړ، خو هممهاله او د ترکیې ددې اقدام په بدل کې د افغانستان په لوګر ولایت کې دوه ترکي انجینران اختطاف کړای شول. ترکیې ته د رسېدلو معلوماتو پر بنا دغه اختطاف د پاکستان او تر یو حده د امریکا په اشاره شوی وو.
ترکیې سملاسي د طالبانو په قضیه کې له ښکېلېدو لاس واخست او پر آغا جان معتصم یې د سیاسي فعالیتونو او سفرونو بندیز ولګاوه.
که امریکا د طالبانو او افغان دولت په قضیه کې د ترکیې د وساطت لپاره ښه نیت ونه لري، ترکیې ته به نه یوازې سخته وي، چې د افغان سولې په پروسه کې ونډه واخلي، بلکې د دواړو هېوادونو د اهدافو د ټکر احتمال شته.
له بلې خوا ځینې عربي هېوادونه چې د پاکستان له چینل له طالبانو سره مرسته او خواخوږي لري نه غواړي، چې ترکیه دې هم د افغانستان په قضایاوو کې په تېره د طالبانو په مسئله کې هومره ښکېل شي، چې د سیاسي سیالۍ ګراف ته ورسېږي.
اساسي پوښتنه داده، چې ترکیه څنګه رامیدان ته شوه او لدې ټولو ننګونو سره، سره قانع کوونکی رول به یې څه وي؟
که امریکا او ترکیه همغږي ولري، نو احتمال دی چې امریکا له پاکستان څخه ترکیې ته د طالبانو کډه کول غواړي او پدې توګه طالبان د یو سیاسي جریان په توګه، چې په نږدې راتلونکې کې به د واک شریکان وي، راپورته شي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjmyevvuqeymz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته