دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۳۳
د مطلب کود : 97925
د افغانستان دفاع وزیر د ناټو سرمشریزه کې ګډون کوي
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، په پام کې ده چې د ناټو سرمشریزه کې چې د بریتانیا ویلز کې جوړېږي، د دفاع وزیر بسم الله محمدي ګډون وکړي.
په پام کې وه، چې د ناټو مشران به په دې ناسته کې د افغانستان نوی ولسمشر وویني، خو د ټاکنیزو لانجو له کبله تر اوسه ولسمشر نه دی ټاکل شوی او د ټاکنو وروستیو پایلو ته انتظار ایستل کېږي.
د ولسمشر کرزي د ویاند مرستیال فایق واحدي وویل، د امنیت شورا پرېکړه کړې چې بسم الله محمدي د ناټو په غونډه کې د افغانستان استازیتوب وکړي.
د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو له دواړو نوماندانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله هم د بریتانوي لومړي وزیر له خوا په دې ناسته کې د ګډون کولو غوښتنه شوې.
د اشرف غني احمدزي ټیم وايي، د بریتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامیرون د ناټو په سرمشریزه کې، چې د بریتانیا په ویلز کې جوړېږي، د برخې اخیستو بلنه ورکړې، خو دوی تر اوسه د ګډون کولو او یا نه کولو وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم هم ویلي، چې ډیویډ کامیرون په تیلېفوني خبرو کې د ناټو په سرمشریزه کې له عبدالله عبدالله د ګډون غوښتنه کړې، خو وايي چې د ټاکنیزو مسائلو له کبله ګډون نه شي کولی.
په پام کې ده چې په دې ناسته کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما، د جرمني صدر اعظمه انګیلا میرکل او د بریتانیا لومړی وزیر ډیویډ کامیرون هم ګډون ولري او د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ او په افغانستان کې د ناټو د حضور په اړه خبرې وشي.
وړاندې د ناټو غړو ټینګار کړی و، چې د افغانستان نوی ولسمشر باید په دې غونډه کې ګډون وکړي او دا ثابته کړي چې هېواد یې تر میلیاردونو ډالرو پوځي او ناپوځي مرستو ترلاسه کولو وروسته اوس پر خپلو پښو درېدلی دی.
اټکل و، چې د افغانستان د نوي ولسمشر د لوړې مراسم باید د دسمبر تر دویمې پورې جوړ شوي وای، خو د ټاکنیزو لانجو له کبله دغه بهیر تر څو ورځو پورې وځنډېد.
'کرزی په ارګ کې پاتې کېږي'د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، ولسمشر حامد کرزی به نوي ولسمشر ته د واک تر سپارلو پورې په ارګ کې پاتې شي.
وړاندې ځینو رسنیو ویلي وو، چې ښاغلی کرزی د سې شنبې په ورځ (سپتمبر دویمه) واک پرېږدي.
خو د ولسمشر د ویاند مرستیالې عادلې راز ویلي، د اساسي قانون پربنسټ، ښاغلی کرزی نوي ولسمشر ته د واک تر سپارلو وروسته ارګ پرېږدي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjiheh.uqea8z,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته