دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۵۵
د مطلب کود : 99257
د یمن حوثیان او دولت موافقي ته ورسیدل
د یمن رسمي خبري اژانس  (سبا)  بیګا د د دغه هیواد د ولسمشر او د الحوثي معترضانو تر مینځ د موافقې د لاسلیکیدو خبر ورکړ.
د ایرناخبري اژانس د راپور له مخې دغه موافقه د  ولسمشر عبدربه منصور هادي او  او سیاسي ډلو  منجمله  انصار الله د استازو   تر مینځ  او د یمن په چارو کې دملګرو ملتو د استازي  جمال بن عمر  په شتون سره  د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې لاسلیک شوه .
د دغه راپور له مخې دا موافقه د ملکي مشارکت په اساس ا و ملی خبرو اترو د نتیجو په  بنیاد برابره شوې ده .
دا خبر د یمن د لومړي وزیر محمد سالم باسندوا له استعفا څو ساعته وروسته  خپور شو.
د یمن د ولسمشر مرستیال وویل : دا موافقه چې د ملګرو ملتو دخاص استازي په کوشش سره  سیاسي لورو لاسلیک کړه  د فارس خلیج د عربو هیوادونو له وړاندیزې طرحې ورهاخوا ده .
فارس السقاف د دې ادعا په ردولو سره چې  حوثیان په یمن کې د کودتا اراده لري  ټینګار کړ  چې د دغه موافقې یو مهم شرط له دولتي وادنیو د معترضانو وتل دي.  ده وویل چې د موافقې  له مخې به حوثیان  د یمن په سیاسی جوړښت کې لا ډير طاقت لاسته راوړي.  د موافقې په نورو مادو کې  په پلازمېنه کې د نښتو بندول، د دولت استعفا او ډیر تر ډیره په یو یا دوو اونیو کې د ملي وحدت د حکومت جوړول  شامل دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcja8eh.uqehiz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته