د دفاع وزارت وایی، د ځنی ولایتونو په تېرو څلوریشتو ساعتونو کې د یو لړعملیاتو په ترڅ کې وسله والو طالبانو او د داعش سخت دریځو ته د درنې مرګ ژوبله وښی ده.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان د دفاع وزارت نه خبرشویی خبرپاڼه کې ویلی دی، چې دیاد عملیات د ننګرهار، غزني، کندهار، غوراو هلمند په ګډون په ۱۲ ولایتونو کې د توپچي او هوایي ځواکونو په ملاتړ ترسره شوي. سرچینیو وایی، ددغه عملیاتو په نتیجه کې یې د وسله والو طالبانو د یوه سیمه ییز قوماندان او د داعش د ۲۲ سخت دریځو په ګډون ۱۱۶ وسله وال وژل شوي، ۱۹ تنه یې ټپیان شوي او ۱۴ نور ژوندي نیول شوي دي.