د
افغان غږ خبری آژانس غږ (
افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې :
د کُنړ ولایت سیمهييزو چارواکو(نن دوشنبې د سلواغې۰۴مه) وویل چې په افغانستان کې د داعش ډلې غړي له کُنړ څخه د سرتېرو ګمارنې ته دوام ورکوي.
د کُنړ ولایت د سولې عالي شورا رئیس، محمداسماعیل مُنیب څرګندوي چې داعش غړي په دې ولایت کې تبلیغاتي پاڼو په خپرولو سره هڅه کوي چې ځوانانو خپلو لیکو ته جذب او خپل نفوذ زیات کړي.
په همدې حال کې سیمهييز اوسېدونکي اندېښنه څرګندوي دا چې یاده ډله تر ډېره بېکاره ځوانان جذبوي.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې د کُنړ ولایت سیمهييزو چارواکو په دې ولایت کې د ۳۰۰ داعشیانو له شتون څخه خبر ورکړی وه او یلي یې وو چې دا ډله پر تبلیغاتو بوخته ده.
د کُنړ والي، وحیدالله کلیمزی وايي، په تېرو میاشتو کې له داعش سره یوځای شوي کسان بېرته سیمې ته راستانه شوي او نور کسان دې ډلې سره یوځای کېدو ته هڅوي.
په همدې حال کې د یاد ولایت امنیه قومندان، جمعه ګل ډاډ ورکوي چې په کونړ کې داعش ډلې ته د ځالو جوړولو اجازه نه ورکوي.