دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۳۰
د مطلب کود : 155011
په کابل کې د ملي امنیت پر ښوونیز مرکز وسلوال برید د بریدګرو په وژل کیدو پای ته رسیدلی

چارواکي وایي، نن له غرمې مخکې د کابل ښار د ۵ امنیتي حوزې د افشارو په اړوند سیمه کې د ملي امنیت پرروزنیز مرکز وسلوال برید له ۵ ساعته نښتې وروسته د بریدګرو په وژل کیدو پای ته رسیدلی دی.

د کابل د امنیه قومندانۍ عملیاتي مرستیال وايي، چې په کابل کې د ملي امنیت پر روزنیز مرکز وسلوال برید د داعش وسلوالو کړی دی.

د نوموړي په وینا؛ بریدګر پر سپکو او درندو وسلو سمبال ول، چې له یوې نیم کاره ودانۍ څخه یې د ملي امنیت پر روزنیز مرکز بریدونه کول.

سهار شا او خوا لس بجې دوه وسلوالو بریدګرو د کابل د پېنځمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د ملي امنیت پر روزنیز مرکز د سپکو او درندو وسلو بریدونه پیل کړل.

د کابل ۱۰۱ اسمايي زون مرستیال محمد صادق مرادي وایي؛ بریدګر، چې له داعش سره تړلي کسان بلل شوي له امنیتي ځواکونو سره یې پېنځه ساعته جګړه وکړه.

ښاغلی مرادي زیاتوي، بریدګرو د داعش بیرغ له ځان سره لیږداوه او دوی مخکې خبر درلود، چې پر دغه مرکز به برید کیږي.

سرتېري وايي، چې دوی له چاودیدونکیو توکو ډک کرولا موتر ته، چې بریدګرو راوستی و، هم چاودنه ورکړه.

ویل کیږي، چې په دې برید کې له دوه بریدګرو پرته نور هیچا ته زیان نه دی اوښتی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizwazzt1awu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته