دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۳۶
د مطلب کود : 144518
د پاکستان سره سولی خوب څنګه حقیقت باندی بدلیږی؟
اشرف غنی؛ د شانګهای ناستو ترڅنګ د نواز شریف؛ د پاکستان لمړۍ وزیر سره لیدنه وکړه.
هغوی د دواړو هیوادونو اړیکو، سیمی وضعیت او تروریزم سره مباریز په اړه خبری وکړی.
دوه ورځی مخکی د کابل پروسی ناسته کی، ښاغلی غنی وویل چی افغانستان د څو تفاهم په امضا سره ډیر ځلی هڅی کړی دی تر څو د تروریزم سره مبارزی په برخه کی د پاکستان همکاری جلب کړی؛ خو دا هڅی کوم نتیجه نه دی ورکړی.
شین چین پینګ؛ د چین ولسمشر هم پرون د اشرف غنی سره په کتنه کی وویل چی آماده دی د افغانستان او پاکستان او چین ترمنځ دری اړخیزه ناسته جوړه کړی.
اشرف غنی نن همدارنګه د رشید عالم اف؛ د شانګهای همکاری سازمان مدیر سره کتنه وکړه او د شانګهای سازمان مدیر ویلی چی دا سازمان په سیمه کی د سولی او ثبات د تامین غوښتونکی بالخصوص په افغانستان کی دی او د افغانستان حکومت هڅی هم په دی برخه کی د پوهیدو وړ دی.
د پوهانو په باور، چی د افغانستان ارزښت په اقتصادی پراختیا په برخه کی ښه درکوی او ورباندی پوهیږی او پوهیږی چی افغانستان په دی برخه کی د لویو او فوق العاده ظرفیتونو څخه برخمن دی.
ددی ډلی ناظرانو په باور، چین په عینی حال کی چی دی مسئلی ته یی پام دی او په حاضر حال کی ددی خوب حقیقت کیدو په لار کی ډیر خنډونه شتون لری؛ یو ددی خنډونو څخه، د پاکستان خصمانه سیاستونه د امنیت او ثبات او اقتصادی او سیاسی پراختیا په وړاندی په افغانستان کی دی؛ هغه هیواد چی په عینی حال کی د چین سره مستحکم استراتژیک اړیکی لری.
په دی حساب، سوله د اافغانستان او پاکستان ترمنځ، د افغانستان په اړه د چین د ایده وو د تحقق لمړۍ اړتیا بلل کیږی.
کارپوهان وایی چی پکن ددی څخه مخکی هم د اسلام آباد او کابل اړیکی د سمولو لپاره هڅی کړی وو؛ خو دی نتیجی ته رسیدلی دی چی دا همغه لاره دی چی د سیمه ایز بازی کوونکو له لوری طی سوی دی خو کوم نتیجه یی نه دی ورکړی.
دا چی یو ځل بیا ددی لپاره هڅه کیږی؛ د افغانستان سیاسی چشم انداز ترڅنګ، پاکستان اختیار ته هم یو موقع ورکوی چی په راتلونکی کی په انزوا کی قرار ونه نیسی.
که څه هم پاکستان تراوسه داسی فکر کوی چی د ناامنیو او ترور په رامنځته کونی سره کولای سی افغاسنتان د رفاه او پراختیا او قدرت څخه لیری کړی او خپل سلطه پردی هیواد باندی وساتی؛ خو هغه ګامونه چی افغانستان په دی ورځو کی شمالی ګاونډیانو لوری ته لکه چین او ایران او هند لوری ته د اخیستلو په حال کی دی، ورځ په ورځ پاکستان باندی د افغانستان اړتیاوی لږیږی او د پاکستان سیاسی او اقتصادی انزوا کړۍ د تنګ کیدلو په حال کی دی.
دی کارته په توجه سره په نتیجه کی چینی سرله د تهران او دهلی او مسکو او نورو سیمه ایزو بازیګرانو په مشارکت سره، اسلام آباد دی ته مجبوره کړی چی د کابل سره سوله وکړی؛ که څه هم دا سناریو په دی سختو حالاتو کی یو شایسته هیله په نظر ورسیږی؛ خو انکار نه سو کولای چی په راتلونکی د اسلام آباد او کابل په منځ کی دسولی نه بل کوم لاره نسته.
https://avapress.com/vdciz5azvt1a5w2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته