دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۴۵
د مطلب کود : 120271
چارواکي: د کندز په عملیاتو کې ۲۷ وسله وال وژل شوي
چارواکي وايي چې دغه عملیات د دولتي ګډو ځواکونو او د ناټو غوڅ ماموریت هوايي ځواکونو په مرسته د دې ولایت د ښار اړوند سیمو کې پیل شوي چې پر مهال یې د دولت ۲۷ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د کندز د امنیې قوماندان محمد قسیم جنګل باغ ازادي راډيو ته وویل چې دا عملیات اوس هم دوام لري:

"په دې عملیاتو کې ۲۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ تنه یې ټپیان دي؛ همدارنګه په وژل شوېو کسانو کې د طالبانو پنځه تنه مشهور قوماندانان هم شامل دي."

د نوموړي په خبره، په دې عملیات کې د کندز ښار پورې اړوند د کنمو سیمه او یو شمېر نورې سیمې له وسله والو مخالفینو څخه تصفیه شوي دي چې د وسله والو طالبانو دوه عرادې هاموې ټانګونه، دوه عرادې رنجر موټر، یو عراده امبولانس او یو عراده هایلکس موټر له منځه وړل شوي دي.

جنګل باغ زیاته کړه په دې عملیات کې ملکيانو او دولتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

بل خوا د کندز ولایت سرپرست حمدالله دانشي ازادي راډيو ته وویل چې دغه عملیات د ناټو غوڅ ماموریت هوايي ځواکونو په مرسته پیل شوې.

ښاغلي دانشي زیاته کړه:

"دغه عملیات چې په کندز کې د دولتي ځواکونو او د ناټو له خوا د طالبانو د ځپلو په هدف پیل شوي ترهغه وخته به دوام لري څو د کندز ټولې سیمې له طالبانو پاکې شوې نه وي."

خو تر اوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دې ویلي.

په همدې حال کې د کندز ولایت یو شمېر اوسېدونکي بیا وايي چې اوس یوازې د دې ولایت ښار د دولتي ځواکونو په حاکمیت کې دی، خو د ښار شاوخوا سیمې د طالبانو په کنټرول کې دي.

د نوموړې ولایت دوو تنو اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل:

"روح الله یم، که په دې ژمې کې دولت د طالبانو د ځپلو په هدف تصفیوي عملیات پیل نه کړي، نو د هوا په ګرمېدو سره به په کندز ولایت کې امنیتي ستونزې لاهم ډېرې شي."

"زما نوم عبدالغني دی یوازې ښار د دولتي ځواکونو په لاس کې دی او د ښار شاوخوا کلي او سیمې د طالبانو په کنټرول کې دي، که دولت په دې ژمې کې د طالبانو د له منځه تللو په هدف عملیات پیل نه کړي، نو ښايي د پسرلي په موسم کې کندز یو ځل بیا سقوط وکړي."

د کندز ولایت زیات شمېر اوسېدونکي وايي چې مرکزي حکومت د کندز په اړه هېڅ جدي اراده نه لري، ځکه اووه میاشتې کېږي د ګل تپې سیمه، پنځه میاشتې کېږي د چهاردرې ولسوالۍ ډېره برخه، څه باندې پنځه میاشتې کېږي د خان اباد ولسوالۍ د اقتاش سیمه، د قلعه زال ولسوالۍ د قلعه زال سیمه، د دشت ارچي ولسوالۍ ډېره برخه همدا رنګه د امام صاحب ولسوالۍ یو زیاته برخه د وسله والو طالبانو په کنټرول کې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciyuazzt1arr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته