دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۵۴
د مطلب کود : 124286
په یوه وېډیو کې لیدل کېږي چې د الوتکې مسافر له خوشي کېدو وروسته په منډه ځانونه یوه بس ته رسوي.

د مصر د ملکي هوايي چلند وزیر وايي، قبرص ته په تښتول شوې الوتکه کې له اوو کسانو پرته نور ټول مسافر خوشي شوي. د قبرص ولسمشر ویلي، 'دا موضوع له ترهګرۍ تړاو نه لري '.

پیلوټ، مرستیال پیلوټ، یو امنیتي افسر، یوه ښځینه کوربنه او درې بهرني مسافر لاهم له تښتوونکي سره دي.

د مصر د هوايي چلند وزیر شریف فتحي یوې خبري غونډې ته د الوتکې د ټولو سپرو د خوشي کېدو خبر دروغ وباله.

بل خوا، د قبرص ولسمشر نیکوس آناستاسیادس خبریالانو ته ویلي، د الوتکې دغه تښتونه له ترهګرۍ سره هېڅ تړاو نه لري. الوتک تښتوونکي له قبرص نه پناه غوښتې ده. خو د قبرص رادیو ویلي، تښتوونکی د تاریخ ښوونکی دی او د ځینو مصري بندیانو د خوشي کېدو غوښتنه یې کړې.

وړاندې، د قاهرې هوايي ډګر چارواکو وویل، یوه مصرۍ الوتکه د اسکندریې له "برج العرب" هوايي ډګره تر پورته کېدا وروسته قبرص ته تښتول شوې.

په الوتکه کې ۸۱ کسان سپاره وو، چې له څلورو بهرنیانو او د الوتکې له عملې پرته ټول مسافر خوشي شوي. تښتوونکی مصری ابراهیم سماحة نومېږي.

د مصر د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي، د الوتکې ۸۱ مسافرو کې ۲۱ بهرنیان هم سپاره وو، چې څلور هالنډیان، اته امریکایان، دوه د بلجیم او څلور بریتانویان دي.

د مصر هوايي چلند شرکت ویلي، د الوتکې له تښتوونکي سره خبرې شوې. د مصر امنیتي او استخباراتي سرچینو ویلي د الوتکې تښتوونکی مصری ابراهیم سماحة نومېږي، چې په k.38 شمېره څوکۍ کې و.

رویټرز خبري آژانس د قبرس د رادیو په حواله ویلي، د تښتوونکي پخوانۍ مېرمن په قبرص کې اوسېږي.

عیني شاهدانو ویلي، تښتوونکي له الوتکې یو لیک راغورځولی، چې په عربي ژبه قبرص کې اوسېدونکې پخوانۍ قبرصۍ مېرمنې ته لیکلی.

په یوه وېډیو کې لیدل کېږي چې د الوتکې مسافر له خوشي کېدو وروسته په منډه ځانونه یوه بس ته رسوي.

د قبرص پولیسو ویلي، الوتکه یوه کس تښتولې ده، او پیلوټ ته یې ګواښ کړی، که یې خبره ونه مني، پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي به وچوي.

د قبرص پولیس وايي، الوتکه پر لارناکا هوايي ډګر کښېنول شوې ده.

پولیسو ویلي، تښتوونکو په لارناکا هوايي ډګر د څار له څلي سره د ګهیځ پر اته نیمو بجو اړیکه نیولې ده او الوتکې ته پر اتو بجو او ۵۰ دقیقو د کښېناستو اجازه ورکړل شوې.

د قبرص امنیتي ځواکونه تیارسئ شوي، خو چارواکي وايي، ددې موضع په اړه څېړنه کوي.

الوتکه د مصر د هوايي چلند" د شرکت اړوند ده.

د مصر د هوايي چلند وزارت ویلي، د الوتکې پیلوټ عمر الجمال چارواکو ته ویلي چې یوه مسافر پر ځان پورې چاودېدونکي توکي تړلي او الوتکه یې قبرص کې په زور کښېناستو ته اړ کړې ده.

بل خوا د قبرص لارناکا هوايي ډګر یوه چارواکي ویلي، دغه مصرۍ الوتکه پر سیمه ییز وخت اته بجې د اسکندریې پر هوايي ډګر له تښتول کېدا وړاندې ښکته شوې او بیا یې تګلوری بدل شوی دی.

الوتکه مسافر وړونکې ایبربس ۳۲۰ ډوله ده.
الوتکه د سعودي له دمام ښاره پورته شوې او قاهرې ته پر لاره د مصر اسکندریه ښار کې ښکته شوې وه.

 

سرچينه : بی بی سی
https://avapress.com/vdciv5azqt1arr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته