دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۷
د مطلب کود : 151808
کابل ښار کې ځانمرګي برید کابو ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په پلازمینې کابل ښار کې نن له غرمې وروسته یو ځل بیا د دولت ضد وسله والو د ملي دفاع وزرات پر یوه موټر ځانمرګي برید ترسره کړل چې په ترڅ کې یې لږتر لږه ۱۵ کسان ووژل شول.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وایي، پیښه پرون له غرمې وروسته شاوخوا ۳:۳۰ بجې د پخواني ۹۹ قراول ته څېرمه رامنځته شوې ده.

نومړي زیاته کړه، چې پیښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې یوه ځانمرګي بریدګر د حربي ښوونځي اړوند پر یوه فلنکوچ موټر برید ترسره کړه.

د جنرال وزیري په وینا، په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۵ تنه کسان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

د برید مسئولیت تر اوسه کوم چا یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې د دولت ضد وسله والو تیره ماښام د کابل ښار د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند په دشت برچې سیمه کې پر یوه جومات برید ترسره کړل.

د کورنیو چارو وزارت په وینا، پیښه په دشت برچې سیمه کې د امام زمان په جومات کې رامنځته شوی او په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۹ کسان وژل شوي او کابو ۴۳ نور ټپیان دي.

په لویدیځ غور ولایت کې هم وسله والو پر یوه جومات برید کړل چې په ترڅ کې تر شل زیات کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي تیره ورځ وویل، چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۵۹ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciuzazvt1awv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته