دخپریدو نیټه :جمعه ۲۲ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۴۳
د مطلب کود : 142736
ناپیژندل سوی هلیکوپتری، د افغانستان پیژندل سوی معضل
د سرپل والی ویاند وایی چی تیره پنجشنبه، دوه ناپیژندل سوی هیلکوپتری د طالبانو تر کنترول سیمو کی کښته سو.
ذبیح الله امانی وویل چی دا هیلکوپتری د شپی ۸ بجو په شاخوا دصیاد ولسوالی پشت باغ سیمه کی کښته سو چی د طالبانو تر کنترول لاندی دی.
هغه زیاته کړه چی دواړه هیلکوپتری تر ۱۰ الی ۱۲ دقیقو پوری په دی سیمه کی پاته اودهغه وروسته د سرپل-شبرغان په لاره کی والوتل.
ښاغلی امانی مدعی دی چی بیله شکه دا هیلکوپتری د افغانستان دولت مخالف تروریستی ډلی تجهیز کړی دی.
هغه وویل چی دا هیلکوپتری د دولتی مخالف ځواکونو لاسونو ته نظامی او جنګی تجهیزات ورکړل.
څو کاله مخکی هم ظاهر قدیر؛ د نمایندګانو مجلس پخوانی لومړی نائب، په ننګرهار کی د ناپیژندل سوو هیلکوپترو د پروازونو څخه شکایت وکړ.
هغه وویل چی دا هیلکوپتری د ننګرهار په بیلابیلو سیمو کی کښینی او چی د مسئوولانو څخه د هغه په اړه پوښتنه کیږی، وایی هغه اجاره ای دی او د فنی عوارضو له امله ناسته کوی.
دا ټوله اظهار نظرونه او ادعاوی د همغو کلونو څخه تر اوسه پوری، د یو ادعا په حیث پاته سوی دی او دولت او خارجی ځواکونه ددی مسایلو سره هیڅ جدی عمل نه دی کړی.
هغه وخت چی د تیر حکومت په دوران کی، دا ادعاوی خپل اوج ته ورسیدل او حتی حامد کرزی؛ مخکنۍ ولسمشر هم یو ځل وویل چی ناپیژندل سوی هیلکوپتری د هیواد شمال لوری ته، د شپی له خوا، تروریستان ځای پرځای کوی؛ خو دا اظهارات سربیره پردی چی د هیواد عالی اجرایی مقام له لوری سوی وو، خو هیڅ جدی ونه نیول سو او شکاره نه سو چی هیلکوپتری د کوم هیواد له لوری دا کارته اقدام کوی او مسلح د نظر وړ کسان کوم جریان پوری تړلی وو.
همداسی مشابه ادعا یوځل د ولایتی شورا غزنی ولایت یو غړۍ له لوری هم مطرح سو؛ خو همداسی پاته سو او سیمه ایزو او مرکزی مقاماتو پوښتنو چوپتیا کی همداسی پاته سو.
ددی ادعا تکرار د سرپل والی له لوری د اوسنۍ حکومت په دوران کی د ډیرو څیړونکو په نظر، شکاره کوی چی  د افغانستان ناامنه کولو کی لوی لاسونه په کار دی او طالبان او تروریزم د پردی شاته لوبو کی ریشه لری او ددی لوبو نه ختمیدو په صورت کی، په افغانستان کی به دسولی او ثبات رامنځته کونی امکان شتون ونه لری.
کارپوهان وایی چی پوښتنه داده چی افغانستان هوایی حریمونه د چا تر کنترول او سلطی لاندی دی او کوم کسان د هیلکوپترونو څخه په ګټه اخیستنی سره دومره آزادی لری چی کولای سی د هیواد هری سیمی ته چی وغواړی مسلح مخالفانو ته سلاحوی او انسانی ځواک وویشی؟
دا په داسی حال کی دی چی طالبان او نور تروریستی جریانات هوایی ځواک او هیلکوپترونو ته لاسرسۍ نه لری او حتی د طالبانو رژیم سلطی په وخت کی هم همدا پاکستان هوایی ځواکونه او هیلکوپتری وی چی ددی ډلی مرستی ته راتلل او د مقاومت ځواکونو په وړاندی برید ترسره کوله.
په دی اساس، د ناپیژندل سوی هیلکوپترونو موضوع، د ډیر وخت راهیسی د افغانستان امنیت پیژندل سوی مشکل دی او د پوهانو په باور، تر څو چی حکومت په هیواد کی د ناامنیو ته جدی توجه ونه کړی بالخصوص د هیواد شمال لوری ته، او د سرپل ولایت محلی مقاماتو هشدارونه چی د هیواد په شمال کی د تروریستانو ځالی ته بدل سوی دی، همداسی توجه ونه کړی او نادیده ونیول سی، دا کار کولای سی د افغانستان امنیت او ثبات باندی ډیر بد اغیزه وکړی او په هیواد کی به د سولی او ثبات منځته راتلو او د تروریزم ماتی مانع وګرځی.
هغه مهمه نکته چی د صاحب نظرانو له لوری په دی اړه شتون لری چی دا یواځی د دولت امنیتی نهادونه نه دی چی د ناپیژندل سوو هیلکوپترانو په وړاندی مسئوولیت لری؛ بلکه خارجی ځواکونه ناتو او امریکا هم په مستقیمه توګه ددی قضیی سره تړلی دی او باید په اړه په صریح ډول ابهاماتو ته ځواب ووایی؛ ځکه عملی نظره، ددی ځواکونو موافقت او تایید بغیر حتی ددی تصور هم نه کیږی چی بهر څخه هیوادونه ددی پرمختللی ناتو او امریکا رادارونو څخه پټ د افغانستان په خاوره کی، تروریستانو سره مرسته وکړی، د امکان وړنه دی؛ بناپردی، که حقیقت روشانه سی، ددی قضیی ترشا، حتمآ د ډیرو لورو د پشو نشان به مشخصه سی.
https://avapress.com/vdciprazqt1a5y2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته