دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۳۸
د مطلب کود : 52653
د کوکنارو کښت کې ۱۸ سلنه زیاتوالی راغلی
افغان دولت او ملګرو ملتونو په خپل تازه خپاره کړي کلني رپوټ کې ویلي، چې په افغانستان کې په روان کال کې د کوکنارو په کښت کې ۱۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د دغه رپوټ له مخې سږ کال د نشه يي توکو په تولید کې ۴۰ سلنه کموالی راغلی دی.

د تېر کال د هوا نا مساعد حالات او د نشه يي توکو فصل کې د یو ډول ناروغۍ پیدا کېدل د دغه تولید د کموالي لاملونه بلل شوي دي.

ورته مطالب''د افغان کوکنارو کمښت د برتانیا د هیرویینو پر کمښت اغېز کړی''د نشې ضد چارو پوهاوي ته لوبې په کار ديتړلي موضوعاتکرنه او مالداري، ملګري ملتونه، د افغانستان ټولنه
افغان چارواکي همداراز وايي، چې تېر کال دوی په کابو ۱۰۰۰ هکتاره ځمکه کې د کوکنارو فصلونه له منځه وړي وو. دوی دا ټکی هم د نشه يي توکو د تولید د کمېدو لامل بولي.

افغان چارواکي په هېواد کې نا امني د کوکنارو د کښت د ډېرېدو یو ستر لامل بولي. د چارواکو په وینا سږکال کابو ۹۵ سلنه کوکنار د افغانستان په سوېلي او سوېل لوېدیځو ولایتونو کې کرل شوي. په دغه سیمه کې امنیتي وضعه هم خرابه بلل کېږي.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزیر ضرار احمد مقبل وايي، چې له همدې امله سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۱۸ سلنه زیات شوی دی.

بل لور ته د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې له افغان دولت سره د نشه يي توکو په اړه د دغه راپور په چمتو کولو کې مرسته کړې ده. دغه اداره په افغانستان کې د نشه يي توکو په کر کې د ۱۸ سلنې دغه ډېروالی اندېښمنوونکی بولي.

د دغې ادارې مسول جان لوک ایمایو وویل، چې د نشه يي توکو دغه کرنیز ډېروالي د تېرو څو کلونو لاس ته راوړنې له ګواښ سره مخ کړې دي.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزیر ښاغلي مقبل همداراز وویل، چې د تېر کال د فصل په اوږدو کې افغان امنیتي ځواکونو کابو ۱۰۰۰ هکتاره ځمه د نشه یي توکو له کښت څخه پاکه کړه، چې دغه کار هم د تولید په کموالي کې مهمه ونډه درلوده.

د تېر کال د شمېرنو له مخې، طالبانو له نشه يي توکو څخه کابو ۴۰۰ میلونه ډالر تر لاسه کړي وو.

ښاغلي مقبل د بي بي سي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د نشه يي توکو د تولید کموالی به پر امنیتي وضعې او طالبانو څه اغېز وکړي، وویل." سږکال په ټول هیواد کې پر ۱۵۴ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي و ، له دې جملې ۹۰سلنه په څلورو ولایتونو فراه، هلمند، کندهار او ارزګان او ۹۵ سلنه د افغانستان په سویل کې کرل شوي. نشه یې توکي د طالبانو او ترهګرو د مالي سرچینې یوه برخه جوړوي د تریاکو د تولید د کچې په ټیټېدو موږ اټکل کوو چې د تریاکو بیه به لوړه شي او دا په راتلونکو کلونو کې یوه جدي ستونزه ده. تیرکال طالبانو او ترهګرو ۱۵۵ میلیونه ډالر د نشه یې توکو له درکه تر لاسه کړي وو، د یو ان او ډی سي د معلوماتو له مخې دا شمېر په وروستیو کې ۴۰۰ ډالرو ته لوړ شوی دی."

افغان دولت د نشه يي توکو د کر، تولید او قاچاق مخنیوی خپل یو کاري لومړیتوب ګڼي. په دغه برخه کې د تېرې لسیزې په اوږدو کې میلونونه ډالر لګېدلي، خو افغانستان اوس هم د نشه يي توکو په سترو تولیدونکو هېوادونو کې حسابېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcipqaw.t1arw26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته