دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۳۰
د مطلب کود : 145049
ارګ: د ۱،۴ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۰ قراردادونه منظور شول
د جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي، د ۱،۴ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۰ قراردادونه د ملي تدارکاتو کمیسیون د غوڼدې په ترڅ کې منظور شوي.

د ارګ ماڼی له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون غونډه کې چې تیره ورځ له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوې وه  د۱،۴ میلیاردافغانیو په ارزښت د کابل ښار د سړک جوړولو د څلورو پروژو په شمول ۱۰ قراردادونه منظور کړل.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په منظور شوي قراردادونو کې د کابل ښاروالۍ اړوند د درېیم پروان، د تنظیف څلور لارې څخه تر لب جر څلور لارې پورې، د پنځه سوه فامیلي څلور لارې او د مریم لېسې څخه تر خشت هوختیف پورې د سړکونو جوړول او پخول، د برېښنا او اوبو لګولو وزارت اړوند د لقي، شهروان تخار او سیاه آب کانالونو جوړول او بیارغول، او د فوایدعامې وزارت اړوند د ټرانس ــ هندوکش سړک د پروژې لپاره د مشورتي شرکت استخدام شامل دي.

نورې قراردادونه چې په دغه غونډه کې منظور شول پکې د حامد کرزي بین المللي هوایي ډګر د ساتنې او بیارغونې خدمتونه، د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې اړوند د مزار شریف د رادار سېسټم د ساتنې او بیارغونې پروژه، د کورنیو چارو وزارت اړوند د نقلیه وسایطو ۱۹۱ قلمه پرزو تدارک، د پایتخت زون د پرمختیا خپلواکې ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ د تجهیزاتو تدارک، او د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت اړوند د عامه پوهاوي د پروګرام پروژه شامل دي.

د ارګ ماڼی په وینا، غونډې د ملي تدارکاتو کمېسیون کې همداراز د وړتیا له لحاظه په بېلابېلو ګټګوریو کې د شرکتونو د طبقه بندۍ د کار د پېل، کوچنیو او منځنیو شرکتونو ته د زیاتې برخې ورکولو د فرصت رامنځته کولو په ځانګړې ډول هغه شرکتونه چې په رښتینې توګه ېې مالکیت ښځینه سوداګرو پورې اړوند وي؛ د لومړیتوب، د ودانیزو چارو سکتور کې د کورنۍ پانګونې لپاره زمینه سازي او د شرکتونو د ګټې د مالکیت په اړه بحث ترسره شو.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci5waz3t1a5u2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته