دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۰۰
د مطلب کود : 138542
د دوستم اووه شخصی ساتونکی محکمی ته حاضر سو
د داخلی وزارت اعلان کړ چی د عبدالرشید دوستم، د رئیس جمهور لومړی معاون اووه شخصی ساتونکی د څیړنی لپاره ستری محکمی ته حاضر سو.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، ویل کیږی چی مخکی دوه ساتونکی یی د څیړنی لپاره حاضر سوی وو.
په همدی حال کی، صدیق صدیقی، د هیواد د داخلی چارو ویاند ویلی دی: د داخلی چارو وزارت قبلوی چی د اوو ساتونکو څیړنه چی په بد رفتاری باندی تورن دی، د لوی څارنوالی پواسطه جریان لری.
دا په داسی حال کی دی چی د جنرال دوستم د کور شاوخوا د سه شنبه په لړ کی د امنیتی ځواکونو په واسطه محاصره سوی وو او دا بخشونه د معمول حد څخه د ډیرو امنیتی ځواکونو د حضور شاهد وو.
خو ښاغلی دوستم د سه شنبه په شپه په یو خبری ناسته کی د هغه د کور د محاصره کیدو ګزارشونه لد کړ او وویل چی نه پوهیږی امنیتی ځواکونه د څه لپاره د کابل د شیرپور په ځینو برخو کی حضور پیدا کړی وو.
څو میاشتی مخکی، احمد ایشچی، د جنرال دوستم یو سیاسی مخالف ادعا وکړ چی هغه د ښاغلی دوستم او ساتونکی له خوا د جنسی بدرفتاری لاندی قرار نیولی دی.
https://avapress.com/vdci5vazrt1apw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته