دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۹
د مطلب کود : 153210
په افغانستان کې د هند او اسرائیل استخباراتو د فعالیتونو په اړه د مولانا سمیع الحق تازه ادعاوې

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام سمیع مشر مولانا سمیع الحق وایي، په افغانستان کې د هند او اسرائیل استخباراتو د پاکستان پر ضد په فعالیتونو بوخت دی.

نوموړی تیره ورځ په یوه غونډه کې د وینا پر مهال وویل، چې د هند او اسرائیل استخباراتو په افغانستان کې فعالیتونه لري او په پاکستان کې د نا امني د رامنځته کولو په خاطر کار کوي.

هغه د امریکا پر متحده ایالاتو هم تور پورې کړ چې په افغانستان، فلسطین او کشمیر کې د بې ګناه خلکو د وینو په توینو بوخت دی.

د ښاغلي سمیع الحق په وینا، افغانان د پاکستانیانو ورونه دی او د افغانستان د هغوی دوهم کور دی.

نوموړی ټینګار وکړ چې په پاکستان کې د افغانستان امنیت او سولې سره تړاو لري.

مولانا سمیع الحق له دې وړاندې ویلي وو، چې د بهرنیو ځواکونو په شتون کې د سولې مذاکراتو پیل ناشونې ده ځکه افغانان د بهرنیو ځواکونو له حضور سره مخالف دی.

خو افغان چارواکي وایي، په افغانستان کې روان تاوتریخوالي د کرښې په هاخوا د ترهګرو له امن ځایونو سره مستقیم تړاو لري.

د افغان چارواکو په وینا، وسله وال طالبان او د حقاني ترهګرې شبکې په پاکستان کې له خپلو امن ځایونو څخه په افغانستان کې بریدونه ترسره کوي.

د افغان چارواکو دغه ادعاوي د امریکا متحده ایالاتو چارواکو له خوا هم تصدیق شوی دی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchzxnzv23nmid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته