دخپریدو نیټه :شنبه ۱ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۵۲
د مطلب کود : 150295
ننګرهار کې خونړی ټرافیکي پيښه کابو ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

په ختیځ ننګرهار ولایت کې د یوه خونړی ترافیکي پیښه کابو څلویښت کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د ننګرهار ولایت پچير اګام ولسوالۍ تورې بوړې ته څېرمه د ګيره خېلو په کونج کلي کې تيره ورځ مازديګر ناوخته يو کاسټر موټر له لوړ ځای څخه پريوتی، چې له امله ۴ ماشومان وژول او ۳۴ نور ټپيان شول.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د معلوماتو له مخې په ټپيانو کې ښځې، نارينه لويان او ماشومان شامل دي.

د ولایت مقام په وینا، پېښه د کوژدې مراسمو پر مهال د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

ځایي چارواکي وایی، ټپيان د درملنې په موخه د پچير اګام سيمه ييز او جلال اباد ښار حوزوي روغتونونو ته ليږدول شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي «ولايت مقام دغه راز د عامې روغتيا مسئولينو ته لارښوونه کړې، چې د ټپیانو په درملنه کې له ټولو امکاناتو کار واخلي.»

د يو بل خبر له مخې د ننګرهار ولایت کوز کونړ ولسوالۍ کې تيره ورځ نا معلومو کسانو يو ملکي وګړی په ډزو سره شهید کړی، چې په تور يې يو تن نيول شوی او تر پوښتنو لاندې دی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchwvnzm23nmid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته