دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۱۰
د مطلب کود : 150204
د ونزوئلا ولسمشر، نوی هتلر معرفی کړ
د ونزوئلا ولسمشر د ترامپ خبرو په وړاندی چی د سازمان ملل عمومی مجمع کی کړۍ وو غبرګون وښود او هغه په بین المللی سیاستونو کی تازه هتلر وبلل.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د آسوشیتد پرس څخه په نقل سره، نیکولاس مادورو؛ د ونزوئلا ولسمشر، دونالد ترامپ د هغه ترور په تور تورن کړ که څه هم ترامپ داسی مساله په خپلو خبرو کی مطرح نه کړ.

دونالد ترامپ د خپلو خبرو په جریان کی ګواښ ورکړ چی که مادورو خپل لاری ته یعنی خودکامه او استبدادی حکومت اعمالو ته ادامه ورکړی امریکا آماده دی چی اقتصادی تحریمونه چی تیره میاشت د کاراکاس په وړاندی اعمال کړی پراخه کړی.

 

خو ترامپ خپل مخکنۍ ګواښونه چی ونزوئلا تر نظامی فشار لاندی راوړی تکرار نه کړ او وویل: د ونزوئلا خلګ په قحطی او وچکالی کی ژوند تیروی او هیواد یی د سقوط په لوری روان دی. د هغوی دموکراتیک نهادونه له منځه تللی دی. داسی وضعیت د قبول نه لیری دی او موږ نه سو کولای چی یواځنۍ نظاره ګر یی واوسو. زه په سازمان ملل عمومی ناسته کی د ټولو هیوادونو څخه غواړم چی ددی بحران رسیدګۍ لپاره ډیر اقدامات آماده کړی.

مادورو چی د سازمان ملل عمومی ناستی په ۷۲ دوره کی حضور نه لری د کاراکاس اظهاراتو په وړاندی غبرګون وښود او دا خبری د (بین المللی سیاستونو نوی هتلر) یعنی دونالد ترامپ له لوری یو برید د ونزوئلا په وړاندی وبلل.

هغه وویل: هیڅ شخص ونزوئلا نه ګواښوی او هیڅ یو د ونزوئلا مالک نه دی. زه په ښه توګه ددی خبرو اصلی مطلب باندی پوه سوم. دونالد ترامپ نن د ونزوئلا ولسمشر په ملګ باندی ګواښ کړ.

دا په داسی حال کی دی چی ترامپ یواځی وویل، آمریکا آماده دی ترڅو د ونزوئلا په وړاندی خپلو اقداماتو ته پراختیا ورکړی.

خورخه آریازا، د ونزوئلا خارجه چارو وزیر چی په سازمان ملل کی حضور درلود هم د ترامپ دا اظهارات محکوم کړ خو د هغه پوښتونو ته ځواب ورنه کړ چی هیواد یی د کوم بحرانونو سره مخ دی.

https://avapress.com/vdchvvnzk23nmid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته