دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۴۴
د مطلب کود : 148405
ولی روسیه د افغانستان څخه د آمریکا د وتلو غوښتونکی دی؟

 

 

ضمیر کابلوف؛ د روسیه خاص نماینده د افغانستان لپاره، په افغانستان کی د امریکا نظامی ماموریت ناکام بللی او ویلی دی چی امریکا باید د افغانستان څخه ووځی.

 

ښاغلی کابلوف د روسی ایزوستیا روسی ورځپاڼی سره په خبرو کی وویل چی که څه هم تیرو وختونو کی روسیه په افغانستان کی د امریکا نه شتون سره مشکل نه درلود؛ خو د هغوی نظامی ماموریت ناکامی ته په توجه سره، هغوی باید د افغانستان څخه ووځی.

هغه زیاته کړی چی د امریکایی ځواکونو حضور مقصد مخنیوی ددی څخه وو چی افغانستان د بین المللی تروریستانو په امن پټنځای باندی بدل نه سی؛ خو د هغوی یو او نیم لسیزی حضور سربیره افغانستان د تروریستانو یو نیمه ماشین باندی بدل سوی دی.

دا اظهارات په داسی حال کی مطرح کیږی چی سپین ماڼۍ د امریکا نظامی راهبردی په افغانستان کی تر څیړنی لاندی نیولی دی.

د روسیه خاص نماینده د افغانستان لپاره د آمریکا ځواک بدیل د قراردادی سربازانو پرځای بی معنی بللی او ویلی دی: قراردادی سرتیری په راحتی سره به وتښتی. هغوی د پیسو لپاره جنګیږی، نو څنګه به د طالبانو سره وجنګیږی؟

کارپوهان وایی چی امریکا په افغانستان کی، ماته خوړلی دی. خپله امریکایان هم دا خبره منلی دی او نور د پټولو لپاره یی هیڅ هڅه نه کوی. د امریکا نظامی قوماندانان د بندون څخه خبری کوی؛ هغه څه چی د ناظرانو په نظر، بل معنی یی ماته دی؛ یعنی امریکا د بریالیتوب لپاره لاره نه لری.

امریکایی ارشد سناتوران لکه جان مکین هم دا باور لری چی امریکا د افغانستان په جنګ کی ماته خوړلی او په لږ وخت کی بریالیتوب ته رسیدنه د امکان وړنه دی.

داسی په نظر رسیږی چی همدا وضعیت، د ترامپ دولت د افغانستان د نوی استراتژی لپاره د بندون سره مخ کړی دی. هغوی د وتلو څخه تر د جنګ خصوصی کولو پوری ټوله انتخابونه پر میز باندی ایښی دی، خو تراوسه کوم خاص نتیجی ته نه دی رسیدلی؟ دا یعنی د افغانستان په جنګ د امریکا ماتی ابعاد او ژورتوب، ډیر تر هغه پراخه دی چی فکر یی کیږی.

دی مسایلو ته په کتو سره، د صاحب نظرانو په باور، ضمیر کابلوف ښه وایی چی آمریکا په افغانستان کی د تروریزم سره په جنګ کی نه یواځی چی ناکام پاته دی؛ بلکه د امریکا نظامی حضور او دخالت، اوس افغانستان د تروریزم تولید نیمه ماشین باندی بدل کړی دی، هغه موضوع چی د امریکا د نظامی حضور په تداوم کی نور به هم خراب سی، او په افغانستان کی د وضعیت خرابیدو او جنګ ډیریدو سره مرسته وکړی.

په دی حال کی، دا پوښتنه همداسی پرځای پاته دی چی ولی روسان د افغانستان څخه د امریکا د وتلو غوښتونکی دی؟

دا پوښتنه په دی دلیل مطرح کیږی چی ددی څخه مخکی، روسیه د سازمان ملل امنیت شورا د قطعنامی په چهارچوکات کی د امریکا نظامی حضور څخه په افغانستان کی ملاتړ کوله او ډیر ځلی د افغانستان څخه د امریکا وتلو خطرونو په اړه خبرداری ورکړی وو.

بناپردی، د افغانستان څخه د امریکا پوره وتل په دی معنی دی چی آیا روسیه د امریکا بدیل باندی هم په افغانستان کی فکر کړی دی؟ آیا روسان اوس هم په دی باور دی چی د افغانستان شرایط ددی وروسته چی آمریکا ووځی نور هم بدتره نه سی؟ تروریزم، مخدره توکی او سیاسی بی ثباتی چی د امریکا حضور او سلطه په وخت کی نور هم دیریږی، نو د آمریکا وتل به کوم راتلونکی ولری؟

دا هغه پوښتنی دی چی د افغانستان راتلونکی پوری اړه لری.

لیری خبره ده چی اوسنۍ روسیه ددی لپاره آماده وی چی خپل تاریخی غلطی تکرار کړی او هڅه وکړی چی په افغانستان کی د آمریکا ځای ونیسی. په دی حال کی، ددی څخه هم انکار نه سو کولای چی روسیه په دی وختونو کی په افغانستان کی د خپل نفوذ پیاوړۍ کولو په لټه کی دی.

ددی هڅو نمونو څخه یو د طالبانو او روسانو اړیکو ته هم اشاره کولای سو.

آیا روسیه غواړی د امریکا په وتلو سره، د هغه دولت سره چی د طالبانو پیاوړی مشارکت سره وی، کار وکړی؟

لیری خبره نه دی. ددی ترڅنګ د نظر څخه لیری نه سو بللی چی نو ظهور قدرتونه هر یو په سیمه کی خپل مشارکت او ګټو تامین غوښتونکی دی.

افغانستان هم ددی قاعدی څخه لیری نه دی.

https://avapress.com/vdchv6nzm23nkkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته