د استرالیا صدراعظم مالکوم ترنبول وايي، پولیسو په سېډني ښار کې پر یوه کور په چاپې وهلو سره د یوه الوتکې د غورځولو تروریستي دسیسه شنډه کړه.
هغه وویل، په دې عملیاتو کې څلور کسان نیول شوي دي.
نوموړي زیاته کړه: "زه تاسو ته ویلی شم چې تېره شپه د یوې الوتکې د غورځولو د یوې دسیسې د ناکامولو لپاره پراخ ترورېزم ضد عملیات پیل شول."
مالکوم ترنبول وویل، دا عملیات لا هم دوام لري او هم په ټولو لویو ښارونو کې اضافي امنیتي ځواکونه ځای پرځای شوي دي.
د استرالیا د فدرالي پوليسو کمېشنر اندریو کالوین وویل، دا لا نهده روښانه چې تروریستانو چېرته او کله د الوتکې د غورځولو پلان درلود.
تراوسه پورې څلور نیول شوي کسان په رسمي ډول تورن شوي نهدي او نه يې هم د هویت په اړه څه ویل شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)