په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وایي، په شمال کندز ولایت کې د امریکایي ځواکونو د هوایي برید په ترڅ کې د احتمالي ملکي تلفاتو په اړه پلټنې شوې ده.
د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند کپټن ټام ګرسبک وایي، د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په کندز ولایت کې د ګډ عملیاتو په ترڅ کې د احتمالي ملکي تلفاتو د تورونو په اړه خبر دي.
نوموړی زیاته کړه، چې د شنبې په ورځ په کندز ولایت کې د امریکایي ځواکونو له خوا هوایي برید تسره شوی دی.
کپټن ګرسبک وایي، ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت تل د ملکي تلفاتو په اړه تورونه جدي ګڼي او د کندز پیښې په اړه پلټنې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې ځایي چارواکي وایي، د چهار درې په ولسوالی کې وژل شوي ټول کسان وسله وال طالبان دي.
خو د کندز ولایتي شورا ځینې غړي وایي، په دغه هوایي برید کې لږ تر لږه ۱۴ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دغو راپورونو په غبرګون کې تیره ورځ وویل، چې د دغې پیښې عاملین باید مجازات شي.
د پخواني ولسمشر له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د کندز ولایت په چهاردره ولسوالي کې د امریکایي پوځیانو د هوایي بمباري په نتیجه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون زموږ د یو شمېر هېوادوالو په مرګ ژوبله خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړه او دغه د بشریت ضد عمل یې په کلکو ټکو وغانده.